لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د استادانو لپاره درې ورځنی علمي-دیني سمینار پای ته ورسېد.

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۱:۳۸
1

پنجشنبه: د ۱۷ / ۸ / ۱۴۴۴ او ۱۸ / ۱۲ / ۱۴۰۱ نېټه

لوګر د لوړو زده کړو موسسه

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دغې موسسې استادانو ته درې ورځنی علمي-دیني سمینار په لار اچول شوی و، چې نن یې د یوې غونډې په لړ کې پای وموند.

یاد سمینار په بېلابېلو ځانګړو او اړینو موضوګانو راڅرخېده، چې ګډونوال او وړاندې کوونکي یې لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنمل دکتور شفیق الله شفقت، علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنیار ګل رحمن صابر، د پوهنتون استادان، د هیواد مشهور دیني عالمان هر یو شیخ مولوي محمدګل وهاج، شیخ مولوي عزت الله، شیخ مولوي عبدالرحمن آخنذاده، شیخ مولوي عبدالسمیع غزنوي، شیخ مولوي ضیاءالله حکیمي، قاري عبدالستار سعید، د کابل والــــــــي شیخ مولوي محمد قاسم خالد، شیخ مولوي پیرمحمد حقاني، د ننګرهار د استخبـــــــاراتو رییس الحاج مولوي محمدالله برأ، د لوګر د استناف محکمې رییس مولوي عبدالسلام روح الله، د لوګر ولایت مقام استازي د مختلفو ادارو رییسان او مسؤلین وو.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې استادان هم له یاد سمینار څخه خورا خوښ او په راتلونکي یې هم دې ته ورته سمینارونو غوښتنه وکړه.

یاد سمینار د هیواد په ټولو دولتي پوهنتونونو کې په لار اچول شوی، چې په ځینو کې تمام او د ځینو لا روان دی

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS