لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د جیولوجي او کانونو پوهنځي له رسمي چارو لیدنه او څارنه وکړه!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۴۹
۱۱

سه شنبه: د ‍۱۴۰۴ کال حمل/ وري ۱۰مه او د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضياءالاحمد صارم د دغې موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي له رسمي چارو لیدنو او څارنه وکړه.
په دغه لیدنه او څارنه کې ښاغلي صارم د یاد پوهنځي د استادانو، اداري کارکوونکو او په ځانګړي ډول د زده کړیالانو د حاضري کتابونه وکتل او د پوهنځي رهبري او استادانو ته یې د زده کړیالانو پر حاضري د کلکې څارنې ټینګار وکړ. د دې ترڅنګ د دغې موسسې د رهبري لخوا په ټولګیو زده کړیالانو ته د حاضري، درسونو د ښې زده کړې او اکاډمیک نظم پر مراعتولو لازمې سپارښتنې وکړې. ورته مهال د یاد پوهنځي  سرپرست رییس پوهنیار محمد خالد درمان هم د اړوند پوهنځي د اکاډمیکو او اداري چارو د لاښه سمون او ترسره کولو په برخه کې د بشپړو هڅو او کار کولو ډاډ وړاندې کړ او زیاته یې کړه، چې د تدریسي چارو ترڅنګ به د دغه پوهنځي ټولو رسمي چارو ته د دغې موسسې له رهبري سره په همغږي په پوره اخلاص رسېدنه کوي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه. . .

BACK TO NEWS