لوګر د لوړو زده کړو موسسې اداري کارکوونکو ته د مدیریت اړوند آنلاین سمینار وړاندې شو!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۶:۳۶
تصویر

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال اسد/زمري ۱۶مه او د ۱۴۴۶ صفر ۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې ټولو اداري کارکوونکو ته د هند هیواد د (GGI) پوهنتون د یو تن افغان استاد نثار احمد حارث لخوا د مدیریت اړوند روزنیز سمینار وړاندې شو.
په دغه روزنیز سمینار کې د مدیریت اړوند ارزښتمن، هر اړخیز او نوي معلومات وړاندې شول. د سمینار وړاندې کوونکي استاد خوښي وښوده، چې له بهر څخه هم د خپلو هیوادوالو خدمت کوي په ځانګړي ډول د داسې تحصیلي مرکزونو له اداري کارکوونکو سره خپلې سالمې تجربې او معلومات شریکوي.
باید ووایو، چې یاد استاد له منظم مهالوېش سره سم د دغې موسسې د زده کړیالانو لپاره هم په اونۍ کې دوه ځلې یو ساعته روزنیز آنلاین سمینارونه وړاندې کوي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS