لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ په موخه څلور کسیزه کمیټه جوړه شوه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۲:۱۲
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال دلو/سلواغه ۸مه او د ۱۴۴۶ رجب المرجب ۲۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ په موخه د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په مشري څلور کسیزه کمېټه جوړه شوه.
دغه کمېټه د دغې موسسې د دعوت او ارشاد آمر مولوي خلیل احمد نثار سربېره یو شمېر نور ځانګړي غړي هم لري، چې د دغې موسسې دننه به د دیني او اخلاقي ارزښتونو د ساتنې ، هر ډول فساد، بد اخلاقۍ او نورو ناوړه عملونو د مخنيوي په موخه لازمې اصلاحي چارې ترسره کوي.
باید وویل شي، چې له دې وړاندې هم د دغې موسسې ټولو اداري او کادري غړو او په ځانکړي ډول زده کړیالانو ته د دغه تحصیلي مرکز د دعوت او ارشاد آمریت لخوا په منظم ډول اصلاحي، فکري او عقیدوي درسونه روان دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه. . .

BACK TO NEWS