لوګر د لوړو زده کړو موسسه د کرکټ لوبې پیل شوې سیالي د کرنې پوهنځي په بریا سره پای ته ورسېدې!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۱:۳۹
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۸مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۲۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د څلورګونو پوهنځیو تر منځ د کرکټ لوبې خپلمنځي دوستانه سیالۍ د کرنې پوهنځي په بریا سره پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ له تېرو څو ورځو راهیسي پیل شوې وې. لوبغاړي یې د څلورګونو پوهنځيو د بېلابېلو ټولګیو زده کړیالان وو، چې د دغې موسسې د روغتیا او ورزش کمېټې لخوا تر څار او ارزونې لاندې وې، چې د کرنې پوهنځي لوبډلې یې په ګټلو سره د بریا او پای رنګین کپ د دغې موسسې د رهبري په شتون کې پر خپلو مټو اوچت کړ.
یاده دې وي، چې په دغه تحصیلي مرکز کې دا مهال د یادو پوهنځیو تر منځ د ولیبال لوبې خپلمنځي سیالۍ هم روانې دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS