د لوړو زده کړو سرپرست وزیر لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې ۸ بېلابېلې پروژې پرانیستې!

logu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۰:۴۷
۱۱

پنجشنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۳مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۲۱مه نېټه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ مولوي نداءمحمد ندیم تېره ورځ لوګر ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې لوګر د لوړو زده کړو موسسې څخه د لیدنې پرمهال په دغه موسسه کې ۸ لویې او وړې پروژې پرانیسې!
په یادو پروژو کې د دغې موسسې د احاطوي دیوال پاتې برخه جوړېدل، د عمومي دروازې د ظاهري او پاتې برخو رغونه، څلور حلقې ژورې د اوبو څاه ګانې، یو باب معیاري کانتین، یو باب سایبان، له عمومي برېښنا سره د دغې موسسې وصلېدل، نوري فایبر او همدا راز شبکه سازي پروژې شاملې دي، چې د پولو ارزښت شاوخوا (۶۶میلیونه) افغانیو ته رسیږي. د یادو پروژو د پرانیستې پرمهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلي شیخ مولوي نداءمحمد ندیم خوښي وښوده او د هیواد د تحصیلي مرکزونو هر اړخیزه آبادي او پرمختګ یې خپل او د نظام لومړیتوبونه یاد کړل. ورته مهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري هم د ښاغلي وزیر راتګ دغې موسسې ته خورا ګټور یاد کړ او د یادو پروژو د منظوري او بشپړېدو په پار یې ترې مننه وکړه. د دې تر څنګ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغې موسسې په علمی شورا کې هم برخه واخسته او د دغې موسسې د چارو تر ښو ارزونو وروسته یې ځینې لازمې سپارښتنې هم د موسسې رهبري اړ استادانو ته وکړې. ښاغلي وزیر همدا راز د دغې موسسې د زده کړیالانو له استازیو سره د لیدنې پرمهال د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د هواري او همکاري په برخه کې یې پوره ډاډ ورکړ.
باید وویل شي، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغې موسسې له رهبري سره د ګډې ناستې پرمهال یو شمېر نور اړین وړاندیزونه هم منظور او د لازمو همکاریو ډاډ وړاندې کړ.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت!

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۱۲
Background image

لوګر پوهنتون رئيس د افغان سرې مياشتې ټولنې له عموي رئيس سره ځانګړې ناسته وکړه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۸مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۸مه نېټه.
لوګر پوهنتون رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم د افغان سرې مياشتې ټولنې له عمومي رئيس شيخ مولوي شهاب الدین دلاور سره ځانګړې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۷
Background image

د کرنې پوهنځي محصلانو د بني حصار د مالدارۍ څېرنیز فارم ته علمي سیر ترسره کړ؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۷مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۷مه نېټه.
 لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد او توسعې څانګې د درېیم ټولګي محصلانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۴
Background image

لوګر پوهنتون رئيس؛ الحمدلله ورځ تر بلې لوګر پوهنتون د نوښتونو، پرمختګ او لاسته راوړنو پر لور روان دی؛

وګر پوهنتون رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم د لوګر اطلاعاتو او کلتور رياست د میاشتنۍ جریدې د يوې ځانګړې مرکې په  يوه برخه کې ويلي: که د اړوندو ادارو او مسؤلينو لخوا د دغه پوهنتون پوره مالي. . .

BACK TO NEWS