لوګر پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو محصلان له نشه توکو څخه د ځان ساتنې په اړوند معلوماتي سمینارونو څخه برخمن شول
شنبه: د ۱۴۰۴کال قوس/ لیندۍ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۱لومړۍ نېټه.
لوګر پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو محصلان له منظمو مهالوېشونو سره سم له نشه یي توکو څخه د ځان ساتنې په اړوند معلوماتي سمینارونو څخه برخمن شول.
د لوګر پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي په خبره، چې د دغه پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو شرعیات، جیولوجي او کانونو، کرنې او ښوونې او روزنې محصلانو ته د اړوندو پوهنځیو د ځانګړو کمېټو لخوا د نشه یي توکو څخه د ځان ساتنې، د یاد توکو د ضررونو، پر ټولنې یې د ناوړه اغېزو او همدا راز یې د مخنیوي په اړوند ورزنیز او معلوماتي سمینارونه وړاندې شوي.
ورته مهال د دغه معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت هم ټینګار کوي، چط دا ډول روزنیز او معلوماتي سمینارونه د دغه پوهنتون له رهبري او د لوړو زده کړو وزارت سره په پوره همغږي وړاندې کېږي، چې محصلان یې له خورا مثبتو پایلو څخه برخمن دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
