د لوړو زده کړو وزارت لخوا راغلي هيئت لوګر پوهنتون له بېلابېلو برخو ليدنه او ارزونه ترسره کړه؛
دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال ميزان/تلې ۲۸مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثانی ۲۷مه نېټه.
د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزونې رياست څخه راغلي درې کسیز هيئت لوګر پوهنتون له بېلابېلو علمي، اداري او محصلانو برخو څخه ليدنه او ارزونه ترسره کړه.
ياد هيئت لوګر پوهنتون ته د يو رسمي سفر په ترڅ د دغه پوهنتون بېلابېلې برخې له نږدې وليدلې او تر ارزونې وروسته یې د پوهنتون له رهبري سره د يادو چارو پايلې ښې او مثبتې يادې کړې. د دې ترڅنګ ياد هيئت په وروستۍ مشورتي ګډه ناسته کې د چارو د لا ښه سمون او پياوړتيا په موخه يو لړ لازمې سپارښتنې هم وکړې.
ورته مهال لوګر پوهنتون رهبري هم د ياد هيئت له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه، د خپلو رسمي او اداري مسؤلیتونو د ترسره کولو په اړوند یې د ښې همغږۍ ډاډ وړاندې کړ او همدا راز يې د ياد هيئت لخوا د شويو سپارښتنو په برخه کې هم د لازمو کړنو پوره ژمنه وښوده.
د نشرانو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
