لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو ته ( د استاد مسؤلیتونه د محصلانو په وړاندې) تر سرلیک لاندې اصلاحي روزنیز سمینار وړاندې شو!

سه شنبه: د ۱۴۰۴کال سرطان/ چنګاښ ۳۱مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۲۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو ته د هیواد د ستر دیني عالم شیـ؛؛؛خ مولوي عبدالرحمن آخنـ؛؛؛ذاده لخوا ( د استاد مسؤلیتونه د محصلانو په وړاندې) تر سرلیک لاندې اصلاحي روزنیز سمینار وړاندې شو.
دغه روزنیز او اصلاحي سمینار چې د دغې موسسې د دعوت او ارشاد آمریت په هڅو ترتیب شوی و، ګډوانوال یې د دغې موسسې رهبري، استادان او اداري کارکوونکي وو. ښاغلي شیـ؛؛؛خ مولوي عبدالرحمن آخنـ؛؛؛ذاده په یاد سمینار کې استادان د محصلانو پر وړاندې تر علمي روزنې ډېر پر تربیتي روزنې مکلف یاد کړل. نوموي وویل که د هرې برخې د محصل فکري، عقیدوي او معنوي روزنه سمه وي؛ نو یاد شخص په راتلونکي کې دین او هیواد ته په هره برخه کې د خدمت په موخه ژمن او مسلکي پاتې کېدلای شي. ښاغلي آخنذاده همدا راز زیاته کړه، چې تر بل هر وخت اوس په کار ده، چې د هیواد د ځوان نسل ټولې هستۍ او کادرونه په پوره معنا تر سالمې روزنې ورسته د هیواد او ټولنې خدمت ته واندې شي؛ تر څو په هیواد کې شته ستونزې هوارې او هیواد مو په راتلونکي له هر ډول محتاجۍ څخه خلاس وي.
ورته مهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري هم د ښاغلي شیـ؛؛؛خ مولوي عبدالرحمن آخنـ؛؛؛ذاده لخوا د داسې درسونو وړاندې کول د دغې موسسې د ټولې کادري او اداري ډلې لپاره خورا اړین او ارښتمن یاد کړل او ډاډ یې وړاندې کړ، چې د دې ډول روزنیز سمینارونو لرۍ به له دې وروسته هم دوام کوي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.