۱۱.۷. کمپیوټر زده کړې څانګه

لوګر پوهنتون

علمي او محصلانو چارو معاونیت

ښوونې او روزنې پوهنځي

کمپيوتر زده کړې څانګه

د څانګې مخینه:

د کمپیوټر زده کړې څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د لوړو زده کړو وزارت د (۲۲۶۸) ګڼې د وړاندیز  او د ۴/ ۹/ ۱۴۴۴هـ. ق کال سره سم او د ریاست الوزرا د عالي مقام د (۳۳۰۵) ګڼې حکم د ۱۰/۹/۱۴۴۴ هـ.ق نېټې سره ایجاد او په فعالیت پیل وکړ. د کمپیوټر زده کړې څانګې د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰۳ ه ش کال لومړۍ دوره محصلین جذب کړل.

لرلید

د کمپيوتر زده کړې څانګه هڅه کوي چې د معیاري تدریس له لارې مسلکي کادرونه او ښوونکي وروزي، څو د هیواد په کچه مثبت بدلون رامنځته کړي او یو منل شوې څانګه وګرځي.

رسالت

د کمپيوتر زده کړې څانګه د معیاري تحصیلي نصاب، عصري تدریسي میتودونو، معاصرې تکنالوژۍ او څیړنیزو مهارتونو پر بنسټ سمبال، ژمن، مسلکي کادرونه او ښوونکي روزي.

 

پورته د څانګې لرلید او رسالت د څانګې په (    ۸    ) ګڼه پروتوکول او    ۱ /    ۴   /  ۱۴۴۷  هـ . ق مطابق   د  ۱ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نيټه جلسه، د پوهنځي ستراتیژیک پلان کمېټې په  (   ۷    ) ګڼه پروتوکول او  ۱۵ /  ۴   / ۱۴۴۷ هـ . ق مطابق د  ۱۵ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نېټه جلسه او همدارنګه د پوهنځي علمي شورا   (۸  ) ګڼه پروتوکول او     ۲۰   /     ۴   /۱۴۴۷ هـ . ق مطابق د۲۰ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نېټه جلسه کې ثبت دي.

تشکیلاتي جدول:

نوم

تخلص

علمي رتبه

وظیفه

الله محمد

رازدار

نوماند پوهنیار

د څانګې  آمر

بریالی

روفي

نوماند پوهنیار

علمي کادر غړی

عبدالقادر

سادات

نوماند پوهنیار

علمي کادر غړی

کریم خان

منګل

نوماند پوهنیار

علمي کادر غړی

فرصت های کاری برای فارغان اموزش کمپیوتر

۱:  مربی تخنیکی در کورس های آموزشی

۲: متخصص تکنالوژی معلوماتی

۳: مدیر شبکه در شرکت های و نهادها

 ۴: برنامه نویس در شرکت های نرم افزاری

۵: طراح ویب وسایت ها

۶: تحلیل ګر سیستم ها

۷: کارشناس امنیت سایبری

۸: تخنیکر کمپیوتر

۹: مدیر دیتابیس

۱۰: محقق در بخش تکنالوژی معلوماتی

۱۱: مشاور تکنالوژی معلوماتی

۱۲: کارمند بخش خدمات تخنیکی

۱۳: توسعه دهنده ی اپلیکیشن های موبایل

۱۴: کار در بخش داده کاوی و هوش مصنوعی

 ۱۵: آموز ګار آنلاین در پلیتفرم های آموزشی مجازی

۱۲.۶. د کمپیوټر زده کړې څانګې د آمر بیوګرافي

نوماند پوهنیار محمد جاوید میاخیل

نوماند پوهنیار محمد جاوید میاخیل د مرحوم محمد ایاز زوی چې په ۱۳۷۵ ه ش کال د ننګرهار ولایت، حصارک غلجایي ولسوالۍ میاګانو کلي په یوه دینداره کورنۍ کې زیږيدلی، نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د هجرت په دیار کې  په ۱۳۸۲ کال د ګهمکول کېمپ نمبر ۲ ښوونځي د پاکستان هېواد په کوهاټ نومې سیمه کې ترسره کړي دي، له هغه وروسته له نهم صنف څخه تر دولسم صنف پورې د حضرت امام ابو حنیفه رح عالي لیسه کې چې په پاکستان هېواد کوهاټ سیمه کې موقیعت درلود شامل او په  ۱۳۹۵ ه ش کال له همدې لیسې څخه په دوهمه درجه فارغ شو. استاد محمد جاوید میاخیل د لیسې له فراغت څخه وروسته په ۱۳۹۶ کال له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستون شو. دا چې استاد په هماغه وخت کې د اقتصادي مشکلاتو له وجې سمدستي خپلو زده کړو ته ادامه نه شوه ورکولی، نو له دوه کلن ځنډ وروسته یې په ۱۳۹۸ ه ش کال د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ او د ۲۶۶ نمرو په ترلاسه کولو سره یې د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجینرۍ څانګې ته لار ومونده. له دغه څانګې څخه په ۱۴۰۲ ه ش کال کې په اعلی درجه او کادري نمرو سره فارغ شو.

نوماند پوهنیار محمد جاوید میاخیل له خپل فراغت سره سم په ننګرهار ولایت کې د لوی ننګرهار په نوم په یو خصوصي ښوونځي کې د استاد په توګه د هېواد د بچیانو روزلو ته دوام ورکړ. له اووه میاشتني خدمت وروسته په ۱۴۰۳ ه ش کال کې د یوې ازادې رقابتي ازموینې له لارې د لوګر د لوړو پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کمپیوټر زده کړې څانګې ته د علمي کادر په توګه لار ومونده. دا چې استاد یو وړ، په کار پوه او تقوی دار علمي شخصیت و نو له تقرر سره سم د څانګې د غړو لخوا د رایو په یووالي د څانګې د آمر په توګه و ټاکل شو چې تر اوسه خپله دنده په پوره اخلاص او امانتدارۍ سرته رسوي. په علم، عمر او صحت دې یې برکت وي

د کمپیوتر زده کړی څانګی محصلانو لارښود کتاب

د کمپیوټر زده کړې څانګه کتلاک

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم