۱۱.۷. کمپیوټر زده کړې څانګه

د کمپیوټر زده کړې څانګه لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د لوړو زده کړو وزارت د (۲۲۶۸) ګڼې د وړاندیز  او د ۴/ ۹/ ۱۴۴۴هـ. ق کال سره سم او د ریاست الوزرا د عالي مقام د (۳۳۰۵) ګڼې حکم د ۱۰/۹/۱۴۴۴ هـ.ق نېټې سره ایجاد او په فعالیت پیل وکړ. د کمپیوټر زده کړې څانګې د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰۳ ه ش کال د خزاني سمستر لپاره ۸۱ تنه محصلین جذب کړل چې تر اوسه پخپلو زده کړو بوخت دي.

د کمپیوټر زده کړې څانګه په اوس مهال کې څلور تنه علمي کادر غړي لري چې له دې جملې څخه یې یو تن د کابل پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګه کې د ماسترۍ په برنامه کې مصروف تحصیل دی او پاتې درې تنه یې د څانګې او پوهنتون په کچه د تدریس چارې پر مخ بیايي.

لرلید

د کمپیوټر زده کړې څانګه هڅه کوي چې د معیاري تدریس په وړاندې کولو سره د هېواد په کچه یوه منل شوې څانګه وي تر څو په معاصرو مهارتونو سمبال فارغین یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د معیاري کړنو او نوښتونو په وسیله مثبت تغیر راوستونکي وي.

رسالت

د کمپیوټر زده کړې څانګه د معیاري تحصیلي نصاب، عصري تدریسي میتودونو، معاصرې تکنالوژۍ او څېړنیزو مهارتونو پر بنسټ سمبال ژمن، مسلکي کادرونه او ښوونکي روزي.

 

 

۱۲.۶. د کمپیوټر زده کړې څانګې د آمر بیوګرافي

نوماند پوهنیار محمد جاوید میاخیل

نوماند پوهنیار محمد جاوید میاخیل د مرحوم محمد ایاز زوی چې په ۱۳۷۵ ه ش کال د ننګرهار ولایت، حصارک غلجایي ولسوالۍ میاګانو کلي په یوه دینداره کورنۍ کې زیږيدلی، نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د هجرت په دیار کې  په ۱۳۸۲ کال د ګهمکول کېمپ نمبر ۲ ښوونځي د پاکستان هېواد په کوهاټ نومې سیمه کې ترسره کړي دي، له هغه وروسته له نهم صنف څخه تر دولسم صنف پورې د حضرت امام ابو حنیفه رح عالي لیسه کې چې په پاکستان هېواد کوهاټ سیمه کې موقیعت درلود شامل او په  ۱۳۹۵ ه ش کال له همدې لیسې څخه په دوهمه درجه فارغ شو. استاد محمد جاوید میاخیل د لیسې له فراغت څخه وروسته په ۱۳۹۶ کال له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستون شو. دا چې استاد په هماغه وخت کې د اقتصادي مشکلاتو له وجې سمدستي خپلو زده کړو ته ادامه نه شوه ورکولی، نو له دوه کلن ځنډ وروسته یې په ۱۳۹۸ ه ش کال د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ او د ۲۶۶ نمرو په ترلاسه کولو سره یې د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجینرۍ څانګې ته لار ومونده. له دغه څانګې څخه په ۱۴۰۲ ه ش کال کې په اعلی درجه او کادري نمرو سره فارغ شو.

نوماند پوهنیار محمد جاوید میاخیل له خپل فراغت سره سم په ننګرهار ولایت کې د لوی ننګرهار په نوم په یو خصوصي ښوونځي کې د استاد په توګه د هېواد د بچیانو روزلو ته دوام ورکړ. له اووه میاشتني خدمت وروسته په ۱۴۰۳ ه ش کال کې د یوې ازادې رقابتي ازموینې له لارې د لوګر د لوړو پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کمپیوټر زده کړې څانګې ته د علمي کادر په توګه لار ومونده. دا چې استاد یو وړ، په کار پوه او تقوی دار علمي شخصیت و نو له تقرر سره سم د څانګې د غړو لخوا د رایو په یووالي د څانګې د آمر په توګه و ټاکل شو چې تر اوسه خپله دنده په پوره اخلاص او امانتدارۍ سرته رسوي. په علم، عمر او صحت دې یې برکت وي

د کمپیوټر زده کړې څانګه کتلاک

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo