۱۱.۷. کمپیوټر زده کړې څانګه
لوګر پوهنتون
علمي او محصلانو چارو معاونیت
ښوونې او روزنې پوهنځي
کمپيوتر زده کړې څانګه
د څانګې مخینه:
د کمپیوټر زده کړې څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د لوړو زده کړو وزارت د (۲۲۶۸) ګڼې د وړاندیز او د ۴/ ۹/ ۱۴۴۴هـ. ق کال سره سم او د ریاست الوزرا د عالي مقام د (۳۳۰۵) ګڼې حکم د ۱۰/۹/۱۴۴۴ هـ.ق نېټې سره ایجاد او په فعالیت پیل وکړ. د کمپیوټر زده کړې څانګې د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰۳ ه ش کال لومړۍ دوره محصلین جذب کړل.
لرلید
د کمپيوتر زده کړې څانګه هڅه کوي چې د معیاري تدریس له لارې مسلکي کادرونه او ښوونکي وروزي، څو د هیواد په کچه مثبت بدلون رامنځته کړي او یو منل شوې څانګه وګرځي.
رسالت
د کمپيوتر زده کړې څانګه د معیاري تحصیلي نصاب، عصري تدریسي میتودونو، معاصرې تکنالوژۍ او څیړنیزو مهارتونو پر بنسټ سمبال، ژمن، مسلکي کادرونه او ښوونکي روزي.
پورته د څانګې لرلید او رسالت د څانګې په ( ۸ ) ګڼه پروتوکول او ۱ / ۴ / ۱۴۴۷ هـ . ق مطابق د ۱ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نيټه جلسه، د پوهنځي ستراتیژیک پلان کمېټې په ( ۷ ) ګڼه پروتوکول او ۱۵ / ۴ / ۱۴۴۷ هـ . ق مطابق د ۱۵ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نېټه جلسه او همدارنګه د پوهنځي علمي شورا (۸ ) ګڼه پروتوکول او ۲۰ / ۴ /۱۴۴۷ هـ . ق مطابق د۲۰ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نېټه جلسه کې ثبت دي.
تشکیلاتي جدول:
|
نوم |
تخلص |
علمي رتبه |
وظیفه |
|
الله محمد |
رازدار |
نوماند پوهنیار |
د څانګې آمر |
|
بریالی |
روفي |
نوماند پوهنیار |
علمي کادر غړی |
|
عبدالقادر |
سادات |
نوماند پوهنیار |
علمي کادر غړی |
|
کریم خان |
منګل |
نوماند پوهنیار |
علمي کادر غړی |
فرصت های کاری برای فارغان اموزش کمپیوتر
۱: مربی تخنیکی در کورس های آموزشی
۲: متخصص تکنالوژی معلوماتی
۳: مدیر شبکه در شرکت های و نهادها
۴: برنامه نویس در شرکت های نرم افزاری
۵: طراح ویب وسایت ها
۶: تحلیل ګر سیستم ها
۷: کارشناس امنیت سایبری
۸: تخنیکر کمپیوتر
۹: مدیر دیتابیس
۱۰: محقق در بخش تکنالوژی معلوماتی
۱۱: مشاور تکنالوژی معلوماتی
۱۲: کارمند بخش خدمات تخنیکی
۱۳: توسعه دهنده ی اپلیکیشن های موبایل
۱۴: کار در بخش داده کاوی و هوش مصنوعی
۱۵: آموز ګار آنلاین در پلیتفرم های آموزشی مجازی
۱۲.۶. د کمپیوټر زده کړې څانګې د آمر بیوګرافي
نوماند پوهنیار محمد جاوید میاخیل
نوماند پوهنیار محمد جاوید میاخیل د مرحوم محمد ایاز زوی چې په ۱۳۷۵ ه ش کال د ننګرهار ولایت، حصارک غلجایي ولسوالۍ میاګانو کلي په یوه دینداره کورنۍ کې زیږيدلی، نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د هجرت په دیار کې په ۱۳۸۲ کال د ګهمکول کېمپ نمبر ۲ ښوونځي د پاکستان هېواد په کوهاټ نومې سیمه کې ترسره کړي دي، له هغه وروسته له نهم صنف څخه تر دولسم صنف پورې د حضرت امام ابو حنیفه رح عالي لیسه کې چې په پاکستان هېواد کوهاټ سیمه کې موقیعت درلود شامل او په ۱۳۹۵ ه ش کال له همدې لیسې څخه په دوهمه درجه فارغ شو. استاد محمد جاوید میاخیل د لیسې له فراغت څخه وروسته په ۱۳۹۶ کال له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستون شو. دا چې استاد په هماغه وخت کې د اقتصادي مشکلاتو له وجې سمدستي خپلو زده کړو ته ادامه نه شوه ورکولی، نو له دوه کلن ځنډ وروسته یې په ۱۳۹۸ ه ش کال د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ او د ۲۶۶ نمرو په ترلاسه کولو سره یې د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجینرۍ څانګې ته لار ومونده. له دغه څانګې څخه په ۱۴۰۲ ه ش کال کې په اعلی درجه او کادري نمرو سره فارغ شو.
نوماند پوهنیار محمد جاوید میاخیل له خپل فراغت سره سم په ننګرهار ولایت کې د لوی ننګرهار په نوم په یو خصوصي ښوونځي کې د استاد په توګه د هېواد د بچیانو روزلو ته دوام ورکړ. له اووه میاشتني خدمت وروسته په ۱۴۰۳ ه ش کال کې د یوې ازادې رقابتي ازموینې له لارې د لوګر د لوړو پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کمپیوټر زده کړې څانګې ته د علمي کادر په توګه لار ومونده. دا چې استاد یو وړ، په کار پوه او تقوی دار علمي شخصیت و نو له تقرر سره سم د څانګې د غړو لخوا د رایو په یووالي د څانګې د آمر په توګه و ټاکل شو چې تر اوسه خپله دنده په پوره اخلاص او امانتدارۍ سرته رسوي. په علم، عمر او صحت دې یې برکت وي