۱۱.۴. ریاضي څانګه

د ریاضي فزیک څانګه لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له ایجاد سره سم د لوړو زده کړو وزارت د (۵۷۵) ګڼې د وړاندیز  او د ۱۳۹۳/۱۲/۱۳ ل کال سره سم او د تیر دولت ریاست د عالي مقام د (۱۲۰۰) ګڼې حکم د ۱۳۹۲/۲/۲۰ نېټې سره ایجاد او په فعالیت پیل وکړ. لوګر پوهنتون د (۱۶۵) ګڼې وړاندیز او د ۱۳۹۴/۳/۲۵ نېټې سره سم د لوړو زده کړو وزارت د انسجام او اکاډمیکو چارو له ریاست څخه د یادو څانګو د بېل والي غوښتنه وکړه، چې خوشبختانه بیا د (۱۱۴) ګڼې حکم پر بنسټ د ۱۳۹۴/۴/۹ نېټې سره سم د تقنین او پراختیایي آمریت له لوري د علمي بورډ د ۱۳۹۴/۴/۸ نېټې د پریکړې پر بنسټ د ریاضی څانګه د نورو څانګو په څېر مستقله ډول په فعالیت پیل وکړ . یاده څانګه اوس مهال شپږ تنه علمي کادر غړي لري.

لرليد

د ریاضي څانګه هڅه کوي چې د هیواد په کچه مسلکي  او متخصصو ښوونکو د روزنې  مرکز په توګه ځانګړی مقام خپل کړي.

رسالت

د معیاري زده کړو، د معاصرې تکنالوژی، د تدریس نویو میتودونو او لازمومهارتونو پر بنسټ د ریاضي د متخصصو کادرونو او مسلکي ښوونکو روزنه.

۱۲.۴. د ریاضي څانګې د آمر بیوګرافي

پوهندوی محمد رحیم رحیمي 

پوهندوی محمد رحیم رحیمي  د حسن خان زوی د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ اوسیدونکی چې په  ۱۳۶۶ کال کې په پېښور کې زیږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د مهاجرینو په کېمپ محمدیه لیسه کې سرته رسولې دي او په ۱۳۸۳ کال کې له نوموړی لیسی څخه فارغ او په ۱۳۸۴ کال کې د کانکور آزموینې له لارې د شیخ زاید پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ریاضی ـ فزیک څانګې ته بریالی او په ۱۳۸۷ کال کې له نوموړې څانګې څخه په کادري نمرو فارغ شوی دی.

نوموړی د آزاد رقابت له لارې د ۱/۵/۱۳۸۸ نېټه د شیخ زاید پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي ریاضی څانګې ته د علمي کادر په توګه وګمارل شو؛ او بیا د لوړو زده کړو وزارت د (۲۹۱۷) ګڼې او ۱۳/۵/۱۳۹۳ نېټې حکم د انسجام او اکاډمیکو چارو محترم ریاست د (۷۲۸) ګڼې او ۲۰/۵/۱۳۹۳ نېتې مکتوب په اساس د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې  پوهنځی د ریاضی څانګې ته تبدیل اود یوکال او شپږو میاشتو لپاره یې د ښوونې او روزنې پوهنځی سرپرستي په غاړه درلوده.

په ۱۳۹۷ کال کې د  تحصیلي بورس له لارې چین هیواد ته د ماستري لپاره لاړاو په ۱۴۰۱ کال کې دچین هیواد د Wuhan University of Technology پوهنتون دApplied Mathematics  څانګې څخه فارغ شو اوس مهال د (۳۱۲) ګنې اود ۵/۱/۱۴۴۴نیټې مکتوب په اساس د ریاضي څانګې د آمر او استاد په صفت دنده ترسره کوي..

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم