لوګر پوهنتون د څلور ګونو پوهنځيو استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته د ديني شيوخ کرامو لخوا د ځانګړو درسونو لړۍ پيل شوه؛

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۱:۴۵
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۴ کال تلې/ میزان ۲۶مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثانی ۲۵مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت په هڅو د څلورګونو پوهنځيو استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته د ديني شيوخ کرامو لخوا د ځانګړو درسونو لړۍ له منظم مهالوېش سره سم پيل شوه.
د دغو درسونو پيل نن له جيولوجي او کانونو پوهنځي څخه وشو، چې پيلامه یې د لوګر پوهنتون رئیس مفتي سيدضياءالاحمد صارم لخوا د ښه راغلاست پر وينا او محصلانو ته پر يو لړ لازمو سپارښتنو سره وشوه.
دغه ځانګړي درسونه د لوړو زده کړو وزارت په رسمي هدايت سره ترتيب شوي، چې په کې (د امربالمعروف او نهی عن المنکر ارزښت  د هر مسلمان وجیبه ده) او (د الله تعالی په ځمکه د الهی قانون د تنفيذ اهمیت) تر سرليکونو لاندې د هر پوهنځي استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته له منظم مهالوېش سره سم وړاندې کيږي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۱۲
Background image

لوګر پوهنتون رئيس د افغان سرې مياشتې ټولنې له عموي رئيس سره ځانګړې ناسته وکړه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۸مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۸مه نېټه.
لوګر پوهنتون رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم د افغان سرې مياشتې ټولنې له عمومي رئيس شيخ مولوي شهاب الدین دلاور سره ځانګړې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۷
Background image

د کرنې پوهنځي محصلانو د بني حصار د مالدارۍ څېرنیز فارم ته علمي سیر ترسره کړ؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۷مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۷مه نېټه.
 لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد او توسعې څانګې د درېیم ټولګي محصلانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۴
Background image

لوګر پوهنتون رئيس؛ الحمدلله ورځ تر بلې لوګر پوهنتون د نوښتونو، پرمختګ او لاسته راوړنو پر لور روان دی؛

وګر پوهنتون رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم د لوګر اطلاعاتو او کلتور رياست د میاشتنۍ جریدې د يوې ځانګړې مرکې په  يوه برخه کې ويلي: که د اړوندو ادارو او مسؤلينو لخوا د دغه پوهنتون پوره مالي. . .

BACK TO NEWS