لوګر پوهنتون د څلور ګونو پوهنځيو استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته د ديني شيوخ کرامو لخوا د ځانګړو درسونو لړۍ پيل شوه؛
شنبه: د ۱۴۰۴ کال تلې/ میزان ۲۶مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثانی ۲۵مهنېټه.
لوګر پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت په هڅو د څلورګونو پوهنځيو استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته د ديني شيوخ کرامو لخوا د ځانګړو درسونو لړۍ له منظم مهالوېش سره سم پيل شوه.
د دغو درسونو پيل نن له جيولوجي او کانونو پوهنځي څخه وشو، چې پيلامه یې د لوګر پوهنتون رئیس مفتي سيدضياءالاحمد صارم لخوا د ښه راغلاست پر وينا او محصلانو ته پر يو لړ لازمو سپارښتنو سره وشوه.
دغه ځانګړي درسونه د لوړو زده کړو وزارت په رسمي هدايت سره ترتيب شوي، چې په کې (د امربالمعروف او نهی عن المنکر ارزښت د هر مسلمان وجیبه ده) او (د الله تعالی په ځمکه د الهی قانون د تنفيذ اهمیت) تر سرليکونو لاندې د هر پوهنځي استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته له منظم مهالوېش سره سم وړاندې کيږي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
