لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي زده کړیالانو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د بنګو د کښت د منعې په هکله فرمان تشریح شو!

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال ميزان/ تلې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثاني ۱۴مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي زده کړیالانو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د بنګو د کښت د منعې په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان تشریح شو.
د یاد فرمان په اړوند هر اړخیز مواد او معلومات د کرنې پوهنځي د دعوت، ارشاد او شکایتونو د اورېدنې کمیټې لخوا ترتیب شوي و، چې د یاد پوهنځي استاد پوهنیار فضل حنان صافي لخوا وړاندې شول.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.