د اګرانومی څانګه
د اګرانومي څانګې پېژندنه (About the Agronomy Department)
اګرانومي څانګه د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي له بنسټیزو او مهمو علمي څانګو څخه ده، چې د هېواد د کرنیز سکتور لپاره د مسلکي، ژمنو او نوښتګرو بشري کادرونو د روزنې په موخه فعالیت کوي. دغه څانګه د لوړو زده کړو وزارت د منظورۍ له مخې د کرنې پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوې او له ۱۳۹۸ هـ.ل کال راهیسې د کانکور له لارې د محصلینو د جذب او روزنې چارې پر مخ وړي.
د اګرانومي څانګې علمي پروګرام د معیاري نصاب، علمي څېړنو، عملي زده کړو او ټولنې ته د خدمت پر بنسټ طرحه شوی دی. په دې څانګه کې محصلین د نباتي تولید، د خاورې حاصلخېزۍ، د نبات تغذیې، د کرنیزو سیستمونو، د اوبو مدیریت، د هرزه بوټو مدیریت، د تخم ټکنالوژۍ او دوامدارې کرنې په برخو کې علمي او عملي زده کړې ترلاسه کوي، څو وکولای شي د هېواد د کرنې د پرمختګ او د خوړو د خوندیتوب په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
اګرانومي څانګه د تدریس تر څنګ علمي څېړنو، ساحوي تجربو، عملي روزنې، کرنیزو نوښتونو او د ټولنې خدمت ته ځانګړې پاملرنه کوي. د څانګې استادان هڅه کوي چې د تدریس نوې لارې، پایلهمحوره زده کړې (Outcome-Based Education)، محصلمحوره تدریس (Student-Centered Learning) او د کیفیت تضمین معیارونه په اغېزمنه توګه پلي کړي.
دغه څانګه ژمنه ده چې د علم، څېړنې او نوښت له لارې داسې متخصصین وروزي چې د افغانستان د کرنیز سکتور د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د دوامدارې کرنې، د طبیعي سرچینو د ساتنې او د غذایي خوندیتوب په تأمین کې هم مهمه ونډه واخلي.
د اګرانومي څانګې ځانګړتیاوې
- د کرنیزو علومو له مهمو او بنسټیزو څانګو څخه ده.
- معیاري او د لوړو زده کړو وزارت له نصاب سره سم تحصیلي پروګرام لري.
- د نظري او عملي زده کړو ګډ سیستم پلي کوي.
- د تحقیق، نوښت او ټولنې خدمت ته ځانګړې پاملرنه کوي.
- د کیفیت تضمین، پایلهمحوره زده کړې (OBE) او محصلمحوره تدریس (SCL) اصول پلي کوي.
- د کرنې د سکټور لپاره متخصص او مسلکي بشري کادرونه روزي.
- د دوامدارې کرنې، اقلیم سره سازګارې کرنې او طبیعي سرچینو د ساتنې په برخو کې علمي فعالیتونه ترسره کوي.
د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې تاریخچه
د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه د هېواد د کرنیز سکتور لپاره د مسلکي بشري کادرونو د روزنې په موخه رامنځته شوې ده. لوګر پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د (۵۷۵) (۱۳/۱۲/۱۳۹۲ هـ.ش) ا ګڼې وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مقام د (۱۲۰۰) (۲۰/۱۲/۱۳۹۳ هـ.ش) ګڼې حکم پر بنسټ تأسیس او منظور شو. وروسته د لوګر پوهنتون د وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د (۳) (۲۶/۱۲/۱۳۹۶ هـ.ش) ګڼې پرېکړې له مخې، د کرنې پوهنځی د دوو علمي څانګو؛ اګرانومي او کرنیز اقتصاد او توسعې سره منظور شو.
د اګرانومي څانګې علمي فعالیتونه په ۱۳۹۸ هـ.ش کال کې د کانکور ازموینې له لارې د لومړنیو محصلینو په جذب سره پیل شول. له هغه وخت راهیسې څانګه د لوړو زده کړو وزارت د نافذو مقرراتو او معیاري نصاب له مخې د تدریس، علمي څېړنو او عملي زده کړو چارې پر مخ وړي.
اوس مهال د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه ګڼ شمیر محصلین لريچې چې د تدریس چارې یې د شپږو رسمي علمي کادر غړو له لوري ترسره کېږي. همدارنګه، د علمي کادر د ظرفیت لوړولو په موخه د څانګې دوه تنه استادان د دوکتورا او یو تن استاد د ماسترۍ پروګرامونو ته معرفي شوي دي.
د اګرانومي څانګه د تأسیس راهیسې د معیاري تدریس، علمي څېړنو، عملي روزنې او ټولنې ته د خدمت په برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او هڅه کوي داسې متخصصین وروزي چې د افغانستان د کرنیز سکتور د ودې او د خوړو د خوندیتوب په تأمین کې اغېزمن رول ولوبوي.
د څانګې د آمر پیغام(Message from the Head of the Department)
ګرانو محصلینو، درنو استادانو، څېړونکو، د کرنې سکتور همکارانو او د ویبپاڼې درنو لیدونکو!
تاسو ته د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې له لوري ښه راغلاست وایم.
اګرانومي څانګه د کرنې د علومو له بنسټیزو او مهمو څانګو څخه ده چې د نباتي تولید، د خاورې حاصلخېزۍ، د نبات تغذیې، کرنیزو سیستمونو او دوامدارې کرنې په برخو کې د متخصصو او مسلکي کادرونو د روزنې مسؤلیت پر غاړه لري.
موږ ژمن یو چې د لوړو زده کړو وزارت د نافذو قوانینو، ملي علمي معیارونو او د کیفیت تضمین د اصولو په رڼا کې د معیاري تدریس، علمي څېړنو، عملي زده کړو او ټولنې خدمت ته دوام ورکړو. زموږ موخه یوازې د علم انتقال نه دی، بلکې د داسې متخصصو، نوښتګرو او مسؤلو فارغانو روزل دي چې د هېواد د کرنیز سکتور د پرمختګ، د غذایي خوندیتوب د تأمین، د طبیعي سرچینو د ساتنې او د دوامدارې کرنې په پیاوړتیا کې رغنده ونډه واخلي.
د اګرانومي څانګې علمي کادر هڅه کوي چې د پایلهمحوره زده کړو (Outcome-Based Education)، محصلمحوره تدریس (Student-Centered Learning)، علمي څېړنو، نوښت او عملي مهارتونو د پیاوړتیا له لارې د محصلینو علمي او مسلکي وړتیاوې لا زیاتې کړي. همدارنګه، د پوهنتون له تحقیقاتي فارم او نورو علمي امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې له لارې د عملي زده کړو کیفیت لوړول زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
موږ باور لرو چې د پوهنتون، کرنیزو ادارو، څېړنیزو مرکزونو او ټولنې ترمنځ نږدې همکاري د کرنې د دوامدار پرمختګ لپاره ارزښتناکه ده. له همدې امله، د علمي او مسلکي همکاریو د پراختیا هر ډول نوښت ته ښه راغلاست وایو.
په پای کې، د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د ټولو استادانو او کارکوونکو په استازیتوب، د دې ویبپاڼې له لارې تاسو ته د څانګې علمي او اداري معلومات وړاندې کوو او هیله لرو چې دا معلومات ستاسو لپاره ګټور تمام شي.
په درنښت
پوهنیار فضل حنان ساپی
د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې آمر
د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې لیدلوری (Vision)
د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه په نظر کې لري چې د علمي، نوښتګر او ځواب ویونکي چاپېریال په رامنځته کولو، او د کرنې او مالدارۍ سکتور د اړتیاوو سره سم د تدریس او علمي څېړنو د ترسره کولو له لارې، د هېواد په کچه د یوه مخکښ او پېژندل شوي څانګې په توګه وپېژندل شي.
د اګرانومي څانګې ماموریت (Mission)
د لوګر پوهنتون کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه ژمنه ده چې د شته منابعو او ظرفیتونو د اغېزمنې استفادې له لارې، د کرنېز سکتور د اړتیاوو پر بنسټ تدریس او علمي څېړنې ترسره کړي، او په دې توګه په نباتي تولیداتو، د کښت سیستمونو، د حاصلخېزۍ او د چاپېریال ساتنې برخو کې مسلکي، وړ او روزل شوي علمي کادرونه وروزي، تر څو د کرنېز سکتور د تولید لوړوالي، د خوړو خوندیتوب او د هېواد د کرنېز سیستم ځان بساینې په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
اساسي ارزښتونه (Core Values)
- د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه لاندې ارزښتونو ته ژمنه ده:
- کیفیت: د تدریس، څېړنې او ټولنې خدمت په ټولو برخو کې د کیفیت لوړ معیارونه مراعاتول.
- صداقت او روڼتیا: په علمي، اداري او مسلکي چارو کې رښتینولي، امانتداري او حساب ورکونه.
- علمي نوښت : د نوو علمي نظریاتو، څېړنو او کرنیزو نوښتونو ملاتړ.
- مسلکیتوب : د علمي او اخلاقي معیارونو رعایت او د مسلکي مسؤلیت احساس.
- ټولنې ته خدمت : د کرنیزو ستونزو د حل لپاره د علمي ظرفیتونو کارول او د بزګرانو د پوهاوي لوړول.
- چاپېریال ساتنه : د طبیعي سرچینو دوامداره مدیریت او د چاپېریال ساتنې ته پاملرنه.
- همکاري : د پوهنتون، دولتي ادارو، خصوصي سکتور او کرنیزو بنسټونو سره اغېزمنه همغږي.
- د زدهکوونکي محوریت: د محصلانو علمي، عملي او مسلکي وړتیاوو ته ځانګړې پاملرنه.
ستراتیژیک اهداف (Strategic Goals)
د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې ستراتیژیک اهداف په لاندې ډول دي:
- د علمي کادر د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړول او د لوړو زده کړو فرصتونو پراخول.
- د تدریس کیفیت لوړول او د پایلهمحوره زده کړو (OBE) او محصلمحوره تدریس (SCL) بشپړ پلي کول.
- د علمي څېړنو، نوښت او خپرونو پیاوړتیا.
- د عملي زده کړو، لابراتوارونو او تحقیقاتي فارم امکاناتو پراختیا.
- د ملي او نړیوالو علمي او څېړنیزو بنسټونو سره د همکاریو پراخول.
- د نصاب دوامداره ارزونه او د کرنیز سکتور د اړتیاوو سره سم یې تازه کول.
- د محصلانو د علمي، مسلکي او عملي مهارتونو لوړول.
- د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې معیارونو په بشپړه توګه پلي کول.
- د ټولنې خدمت او د کرنیزو ستونزو د حل لپاره د علمي څېړنو پراختیا.
- د نباتي تولید، غذایي خوندیتوب او دوامدارې کرنې په برخه کې د هېواد د پرمختګ لپاره اغېزمنه ونډه اخیستل.
د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې علمي کادر غړي (Academic Staff)
د علمي کادر پېژندنه
د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې علمي کادر د څانګې د علمي، څېړنیزو او تدریسي فعالیتونو اساسي بنسټ جوړوي. د څانګې استادان د اګرانومي او اړوندو کرنیزو علومو په بېلابېلو تخصصي برخو کې لوړې زده کړې او علمي تجربې لري او د تدریس، علمي څېړنو، ټولنې خدمت او مسلکي پرمختګ په برخو کې فعاله ونډه اخلي.
د علمي کادر غړي د لوړو زده کړو وزارت د نافذو مقرراتو، د کیفیت تضمین معیارونو او د لوګر پوهنتون د علمي پالیسۍ په رڼا کې د محصلمحوره تدریس (Student-Centered Learning)، پایلهمحوره زده کړو (Outcome-Based Education)، علمي څېړنو، عملي روزنې او نصاب د دوامدارې ارزونې او پراختیا لپاره هڅه کوي.
استادان د محصلینو د علمي او عملي وړتیاوو د لوړولو لپاره د ټولګي تدریس ترڅنګ لابراتواري تمرینونه، ساحوي عملي کارونه، علمي سیمینارونه، څېړنیزې پروژې او علمي مشورې هم ترسره کوي، ترڅو محصلین د هېواد د کرنیز سکتور د اړتیاوو سره سم علمي او مسلکي مهارتونه ترلاسه کړي.
اوس مهال د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه شپږ تنه رسمي علمي کادر غړي لري، چې د اګرانومي او بوټپوهنې په برخو کې تخصص لري. د علمي کادر ډېری غړي د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او د علمي ظرفیت لوړولو په موخه د لا لوړو تحصیلي پروګرامونو او څېړنیزو فعالیتونو کې هم برخه اخلي.
د علمي کادر اساسي مسؤلیتونه
- د اګرانومي څانګې علمي کادر لاندې مهم مسؤلیتونه پر غاړه لري:
- د معیاري او باکیفیته تدریس وړاندې کول.
- د لوړو زده کړو وزارت د نصاب مطابق د درسي موادو تدریس او ارزونه.
- د علمي څېړنو ترسره کول او د څېړنیزو مقالو خپرول.
- د محصلینو د علمي، عملي او مسلکي وړتیاوو لوړول.
- د پوهنتون د تحقیقاتي فارم او لابراتوارونو له امکاناتو څخه په اغېزمنه توګه ګټه اخیستل.
- د محصلینو د فراغت څېړنو لارښوونه.
- د کیفیت تضمین، ځان ارزونې او اعتبار ورکونې پروګرامونو کې فعاله ونډه اخیستل.
- د علمي سیمینارونو، ورکشاپونو او روزنیزو پروګرامونو تنظیم او ګډون.
- د کرنیزو ستونزو د حل لپاره له دولتي او خصوصي ادارو سره علمي همکاري.
- د ټولنې خدمت او د بزګرانو د پوهاوي په پروګرامونو کې ګډون.
د علمي کادر تخصصي ساحې
د اګرانومي څانګې علمي کادر په لاندې تخصصي برخو کې تدریس او علمي فعالیتونه ترسره کوي:
اګرانومي (Agronomy)
نباتي تولید (Crop Production)
بوتاني (Botany)
د خاورې حاصلخېزي او نبات تغذیه (Soil Fertility and Plant Nutrition)
د تخم تولید او ټکنالوژي (Seed Science and Technology)
کرنیز سیستمونه (Cropping Systems)
د اوبو مدیریت (Irrigation and Water Management)
پایداره کرنه (Sustainable Agriculture)
د اګرانومي څانګې د علمي کادر غړي
د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې علمي کادر له لاندې استادانو څخه تشکیل شوی دی:
|
شمېره |
نوم |
علمي رتبه |
دنده |
تحصیلي درجه |
|
۱ |
پوهنیار فضل حنان ساپی |
پوهنیار |
د اګرانومي څانګې آمر |
ماسټر |
|
۲ |
پوهنمل سید حفیظ الله حیات |
پوهنمل |
استاد |
ماسټر |
|
۳ |
پوهنیار اسرارالله تسل |
نوماند پوهنیار |
استاد |
لیسانس |
|
۴ |
پوهنیار عبدالله ځلاند |
پوهنیار |
استاد |
ماسټر |
|
۵ |
پوهنیار سلیمان سلطاني |
پوهنیار |
استاد |
ماسټر |
|
۶ |
پوهنیار شفیق الله بختیار |
پوهنیار |
استاد |
ماسټر |
د تدریس عمده تخصصي ساحې(Academic Disciplines)
د اګرانومي څانګې تدریسي او علمي فعالیتونه لاندې تخصصي برخې رانغاړي:
- نباتي تولید (Crop Production)
- اګرانومي (Agronomy)
- د نباتاتو اصلاح (Plant Breeding)
- د تخم تولید او ټکنالوژي (Seed Science and Technology)
- د خاورې حاصلخېزي او نبات تغذیه (Soil Fertility and Plant Nutrition)
- کرنیز سیستمونه (Cropping Systems)
- هرزه بوټي او د هغوی مدیریت (Weed Science)
- د اوبو لګولو او اوبو مدیریت (Irrigation and Water Management)
- اقلیم سره سازګاره کرنه (Climate-Smart Agriculture)
- دوامداره کرنه (Sustainable Agriculture)
علمي څېړنې(Research)
د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه علمي څېړنې د خپلو اساسي دندو له جملې څخه ګڼي او هڅه کوي چې د هېواد د کرنیزو ستونزو د حل لپاره علمي او تطبیقي څېړنې ترسره کړي.
د څېړنو مهمې ساحې
- د نباتي تولید لوړول
- د اقلیم بدلون او کرنه
- د خاورې حاصلخېزي
- د نبات تغذیه
- د اصلاح شوو تخمونو ارزونه
- د اوبو مدیریت
- د کرنیزو سیستمونو اصلاح
- د دوامدارې کرنې ټکنالوژۍ
- د تخم کیفیت
- د نوي کرنیزو ټکنالوژیو ارزونه
لابراتوارونه او عملي زده کړې(Laboratories and Practical Training)
د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه د عملي زده کړو او مهارتمحوره تدریس ځانګړې اهمیت ته ژمنه ده. د نظري زده کړو ترڅنګ، محصلین د عملي تمرینونو، ساحوي فعالیتونو او څېړنیزو تجربو له لارې خپلې علمي پوهې ته عملي بڼه ورکوي.
اوس مهال د څانګې استادان د موجوده تدریسي امکاناتو، عملي وسایلو او د پوهنتون د کرنیزو ساحو په استفادې سره د نباتي تولید، د تخم ارزونې، د نباتاتو د ودې، د کرنیزو عملیاتو او نورو اړوندو موضوعاتو عملي زده کړې ترسره کوي.
د عملي زده کړو مهم فعالیتونه عبارت دي له:
- د پوهنتون په کرنیزو ساحو کې عملي تمرینونه
- د نباتاتو د ودې او تولید د بېلابېلو پړاوونو عملي مشاهده
- د تخمونو د کیفیت او کرنیزو عملیاتو عملي ارزونه
- د ساحوي څېړنو او علمي تجربو ترسره کول
- علمي سفرونه او د بزګرانو له کرنیزو تجربو څخه عملي زده کړه
د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا په موخه، د اګرانومي څانګې د مجهز تخصصي لابراتوار او معیاري څېړنیز فارم د جوړولو طرحه او د اړینو تجهیزاتو وړاندیز چمتو شوی دی، او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به د پوهنتون د امکاناتو او پراختیایي پروګرامونو په چوکاټ کې دغه اسانتیاوې رامنځته شي.
د محصلانو علمي فعالیتونه(Student Activities)
د اګرانومي څانګه د محصلانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره بېلابېل علمي فعالیتونه تنظیموي، چې مهم یې عبارت دي له:
- علمي سیمینارونه
- روزنیز ورکشاپونه
- د تحقیقاتي فارم عملي تمرینونه
- کرنیزې نندارتونونه
- علمي سیالۍ
- د فراغت مونوګرافونه
- ساحوي څېړنې
- علمي سفرونه
- د بزګرانو سره عملي پروګرامونه
د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د راتلونکې پرمختګ پلانونه (Future Development Plans)
د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه د علمي کیفیت د لوړولو، څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا او د عملي زده کړو د پیاوړتیا لپاره روښانه پرمختیايي لید لري. د همدې موخې لپاره د څانګې راتلونکي پلانونه په لاندې ډول دي:
۱- د مجهز اګرانومي لابراتوار جوړول
د نباتي تولید، د تخم ساینس، د نبات تغذیې او نورو تخصصي برخو د عملي زده کړو او څېړنو لپاره د معیاري او مجهز لابراتوار جوړول د څانګې له لومړیتوبونو څخه دی. د دې موخې لپاره د اړینو وسایلو او تجهیزاتو وړاندیز چمتو شوی او د امکاناتو له برابرېدو سره به عملي شي.
۲- د معیاري څېړنیز فارم رامنځته کول
د عملي زده کړو، علمي څېړنو او نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د ارزونې لپاره د معیاري تحقیقاتي فارم جوړول، څو استادان او محصلین خپلې علمي څېړنې په مناسب چاپېریال کې ترسره کړي.
۳ - د علمي څېړنو پراختیا
د ملي اړتیاوو پر بنسټ د تطبیقي او نوښتګرو څېړنو زیاتول، د څېړنیزو پروژو پلي کول او د علمي مقالو خپرولو ته لا ډېره پاملرنه.
۴ - د علمي کادر ظرفیت لوړول
د علمي کادر د ظرفیت لوړولو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو ته د استادانو معرفي کول، په علمي کنفرانسونو، سیمینارونو او روزنیزو پروګرامونو کې ګډون، او د دوامدار مسلکي پرمختګ فرصتونه برابرول.
۵ - د عملي زده کړو پیاوړتیا
د محصلینو لپاره د ساحوي تمرینونو، علمي سفرونو، کرنیزو نندارتونونو او عملي روزنیزو پروګرامونو پراخول، ترڅو د کار بازار اړتیاوو سره سم مهارتونه ترلاسه کړي.
۶ - د ملي او نړیوالو همکاریو پراختیا
له کورنیو او نړیوالو پوهنتونونو، څېړنیزو مرکزونو، کرنیزو ادارو او پراختیايي مؤسسو سره د علمي او څېړنیزو همکاریو پراخول.
۷- د معلوماتي ټکنالوژۍ کارول
د تدریس، څېړنې او اداري چارو په بهیر کې د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډیجیټلي زده کړو پراخول، څو د محصلینو د زده کړې کیفیت لا لوړ شي.
۸- د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونه
د کیفیت تضمین د معیارونو بشپړ پلي کول، د نصاب دوامداره ارزونه او د اعتبار ورکونې لپاره د اړینو علمي او اداري شرایطو لا پیاوړتیا.
د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې لاسته راوړنې(Achievements)
د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه د خپل فعالیت له پیل راهیسې د تدریس، علمي څېړنو، علمي ظرفیت لوړولو او ټولنې خدمت په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. د څانګې مهمې لاسته راوړنې عبارت دي له:
- د لوړو زده کړو وزارت د معیاري نصاب پر بنسټ د لیسانس تحصیلي پروګرام بریالی تطبیق.
- د کیفیت تضمین او ځانارزونې پروګرامونو کې فعاله ونډه او د علمي معیارونو پلي کول.
- د علمي کادر د ظرفیت لوړولو لپاره د استادانو د لوړو زده کړو پروګرامونو ته معرفي کول.
- د محصلانو لپاره د عملي او ساحوي زده کړو د فرصتونو پراختیا.
- د علمي سیمینارونو، ورکشاپونو او روزنیزو پروګرامونو تنظیم او ترسره کول.
- د فراغت مونوګرافونو او علمي څېړنو د کیفیت لوړولو ته ځانګړې پاملرنه.
- د څانګې د یو شمېر استادانو د علمي او څېړنیزو مقالو خپرېدل په معتبرو ملي او نړیوالو علمي ژورنالونو کې، چې د څانګې د څېړنیز فعالیت او علمي اعتبار څرګندونه کوي.
- د هېواد د کرنیز سکتور لپاره د مسلکي او ژمنو بشري کادرونو روزنه.
- د کرنیزو ستونزو د حل لپاره د تطبیقي علمي څېړنو هڅونه.
د فراغت وروسته کاري فرصتونه(Career Opportunities)
د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې فارغان د کرنې او طبیعي سرچینو په بېلابېلو برخو کې د کار او خدمت وړتیا لري. د فراغت وروسته یې مهم کاري فرصتونه په لاندې ډول دي:
- د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت
- د ولایتونو د کرنې ریاستونه
- د لوړو زده کړو او مسلکي زده کړو بنسټونه
- کرنیزې څېړنیزې مؤسسې
- د تخم تولید او تصدیق شرکتونه
- د سرې او کرنیزو توکو شرکتونه
- ملي او نړیوالې غیر دولتي مؤسسې (NGOs)
- د کرنیزو پراختیایي پروژو پلي کوونکې ادارې
- شخصي کرنیز فارمونه او کرنیزې سوداګرۍ
- د نباتي تولید، کرنیزې مشورې او کرنیز متشبثیت اړوند شخصي فعالیتونه
- د ماسټرۍ او دوکتورا لوړو زده کړو دوام په کور دننه او بهر