د اګرانومی څانګه

د اګرانومي څانګې پېژندنه (About the Agronomy Department)

اګرانومي څانګه د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي له بنسټیزو او مهمو علمي څانګو څخه ده، چې د هېواد د کرنیز سکتور لپاره د مسلکي، ژمنو او نوښتګرو بشري کادرونو د روزنې په موخه فعالیت کوي. دغه څانګه د لوړو زده کړو وزارت د منظورۍ له مخې د کرنې پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوې او له ۱۳۹۸ هـ.ل کال راهیسې د کانکور له لارې د محصلینو د جذب او روزنې چارې پر مخ وړي.

د اګرانومي څانګې علمي پروګرام د معیاري نصاب، علمي څېړنو، عملي زده کړو او ټولنې ته د خدمت پر بنسټ طرحه شوی دی. په دې څانګه کې محصلین د نباتي تولید، د خاورې حاصلخېزۍ، د نبات تغذیې، د کرنیزو سیستمونو، د اوبو مدیریت، د هرزه بوټو مدیریت، د تخم ټکنالوژۍ او دوامدارې کرنې په برخو کې علمي او عملي زده کړې ترلاسه کوي، څو وکولای شي د هېواد د کرنې د پرمختګ او د خوړو د خوندیتوب په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.

اګرانومي څانګه د تدریس تر څنګ علمي څېړنو، ساحوي تجربو، عملي روزنې، کرنیزو نوښتونو او د ټولنې خدمت ته ځانګړې پاملرنه کوي. د څانګې استادان هڅه کوي چې د تدریس نوې لارې، پایله‌محوره زده کړې (Outcome-Based Education)، محصل‌محوره تدریس (Student-Centered Learning) او د کیفیت تضمین معیارونه په اغېزمنه توګه پلي کړي.

دغه څانګه ژمنه ده چې د علم، څېړنې او نوښت له لارې داسې متخصصین وروزي چې د افغانستان د کرنیز سکتور د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د دوامدارې کرنې، د طبیعي سرچینو د ساتنې او د غذایي خوندیتوب په تأمین کې هم مهمه ونډه واخلي.

د اګرانومي څانګې ځانګړتیاوې

  • د کرنیزو علومو له مهمو او بنسټیزو څانګو څخه ده.
  • معیاري او د لوړو زده کړو وزارت له نصاب سره سم تحصیلي پروګرام لري.
  • د نظري او عملي زده کړو ګډ سیستم پلي کوي.
  • د تحقیق، نوښت او ټولنې خدمت ته ځانګړې پاملرنه کوي.
  • د کیفیت تضمین، پایله‌محوره زده کړې (OBE) او محصل‌محوره تدریس (SCL) اصول پلي کوي.
  • د کرنې د سکټور لپاره متخصص او مسلکي بشري کادرونه روزي.
  • د دوامدارې کرنې، اقلیم سره سازګارې کرنې او طبیعي سرچینو د ساتنې په برخو کې علمي فعالیتونه ترسره کوي.

د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې تاریخچه

د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه د هېواد د کرنیز سکتور لپاره د مسلکي بشري کادرونو د روزنې په موخه رامنځته شوې ده. لوګر پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د (۵۷۵) (۱۳/۱۲/۱۳۹۲ هـ.ش) ا ګڼې وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مقام د (۱۲۰۰) (۲۰/۱۲/۱۳۹۳ هـ.ش) ګڼې حکم پر بنسټ تأسیس او منظور شو. وروسته د لوګر پوهنتون د وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د (۳) (۲۶/۱۲/۱۳۹۶ هـ.ش) ګڼې پرېکړې له مخې، د کرنې پوهنځی د دوو علمي څانګو؛ اګرانومي او کرنیز اقتصاد او توسعې سره منظور شو.

د اګرانومي څانګې علمي فعالیتونه په ۱۳۹۸ هـ.ش کال کې د کانکور ازموینې له لارې د لومړنیو محصلینو په جذب سره پیل شول. له هغه وخت راهیسې څانګه د لوړو زده کړو وزارت د نافذو مقرراتو او معیاري نصاب له مخې د تدریس، علمي څېړنو او عملي زده کړو چارې پر مخ وړي.

اوس مهال د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه  ګڼ شمیر محصلین لريچې چې  د تدریس چارې یې د شپږو رسمي علمي کادر غړو له لوري ترسره کېږي. همدارنګه، د علمي کادر د ظرفیت لوړولو په موخه د څانګې دوه تنه استادان د دوکتورا او یو تن استاد د ماسترۍ پروګرامونو ته معرفي شوي دي.

د اګرانومي څانګه د تأسیس راهیسې د معیاري تدریس، علمي څېړنو، عملي روزنې او ټولنې ته د خدمت په برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او هڅه کوي داسې متخصصین وروزي چې د افغانستان د کرنیز سکتور د ودې او د خوړو د خوندیتوب په تأمین کې اغېزمن رول ولوبوي.

د څانګې د آمر پیغام(Message from the Head of the Department)

ګرانو محصلینو، درنو استادانو، څېړونکو، د کرنې سکتور همکارانو او د ویب‌پاڼې درنو لیدونکو!

                                                 تاسو ته د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې له لوري ښه راغلاست وایم.

اګرانومي څانګه د کرنې د علومو له بنسټیزو او مهمو څانګو څخه ده چې د نباتي تولید، د خاورې حاصلخېزۍ، د نبات تغذیې، کرنیزو سیستمونو او دوامدارې کرنې په برخو کې د متخصصو او مسلکي کادرونو د روزنې مسؤلیت پر غاړه لري.

موږ ژمن یو چې د لوړو زده کړو وزارت د نافذو قوانینو، ملي علمي معیارونو او د کیفیت تضمین د اصولو په رڼا کې د معیاري تدریس، علمي څېړنو، عملي زده کړو او ټولنې خدمت ته دوام ورکړو. زموږ موخه یوازې د علم انتقال نه دی، بلکې د داسې متخصصو، نوښتګرو او مسؤلو فارغانو روزل دي چې د هېواد د کرنیز سکتور د پرمختګ، د غذایي خوندیتوب د تأمین، د طبیعي سرچینو د ساتنې او د دوامدارې کرنې په پیاوړتیا کې رغنده ونډه واخلي.

د اګرانومي څانګې علمي کادر هڅه کوي چې د پایله‌محوره زده کړو (Outcome-Based Education)، محصل‌محوره تدریس (Student-Centered Learning)، علمي څېړنو، نوښت او عملي مهارتونو د پیاوړتیا له لارې د محصلینو علمي او مسلکي وړتیاوې لا زیاتې کړي. همدارنګه، د پوهنتون له تحقیقاتي فارم او نورو علمي امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې له لارې د عملي زده کړو کیفیت لوړول زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

موږ باور لرو چې د پوهنتون، کرنیزو ادارو، څېړنیزو مرکزونو او ټولنې ترمنځ نږدې همکاري د کرنې د دوامدار پرمختګ لپاره ارزښتناکه ده. له همدې امله، د علمي او مسلکي همکاریو د پراختیا هر ډول نوښت ته ښه راغلاست وایو.

په پای کې، د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د ټولو استادانو او کارکوونکو په استازیتوب، د دې ویب‌پاڼې له لارې تاسو ته د څانګې علمي او اداري معلومات وړاندې کوو او هیله لرو چې دا معلومات ستاسو لپاره ګټور تمام شي.

په درنښت

پوهنیار فضل حنان ساپی
د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې آمر

د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې لیدلوری (Vision)

د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه په نظر کې لري چې د علمي، نوښتګر او ځواب ‌ویونکي چاپېریال په رامنځته کولو، او د کرنې او مالدارۍ سکتور د اړتیاوو سره سم د تدریس او علمي څېړنو د ترسره کولو له لارې، د هېواد په کچه د یوه مخکښ او پېژندل شوي څانګې په توګه وپېژندل شي.

د اګرانومي څانګې ماموریت (Mission)

د لوګر پوهنتون کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه ژمنه ده چې د شته منابعو او ظرفیتونو د اغېزمنې استفادې له لارې، د کرنېز سکتور د اړتیاوو پر بنسټ تدریس او علمي څېړنې ترسره کړي، او په دې توګه په نباتي تولیداتو، د کښت سیستمونو، د حاصل‌خېزۍ او د چاپېریال ساتنې برخو کې مسلکي، وړ او روزل شوي علمي کادرونه وروزي، تر څو د کرنېز سکتور د تولید لوړوالي، د خوړو خوندیتوب او د هېواد د کرنېز سیستم ځان ‌بساینې په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.

اساسي ارزښتونه (Core Values)

  • د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه لاندې ارزښتونو ته ژمنه ده:
  • کیفیت: د تدریس، څېړنې او ټولنې خدمت په ټولو برخو کې د کیفیت لوړ معیارونه مراعاتول.
  • صداقت او روڼتیا:  په علمي، اداري او مسلکي چارو کې رښتینولي، امانتداري او حساب ورکونه.
  • علمي نوښت : د نوو علمي نظریاتو، څېړنو او کرنیزو نوښتونو ملاتړ.
  • مسلکیتوب : د علمي او اخلاقي معیارونو رعایت او د مسلکي مسؤلیت احساس.
  • ټولنې ته خدمت : د کرنیزو ستونزو د حل لپاره د علمي ظرفیتونو کارول او د بزګرانو د پوهاوي لوړول.
  • چاپېریال ساتنه : د طبیعي سرچینو دوامداره مدیریت او د چاپېریال ساتنې ته پاملرنه.
  • همکاري : د پوهنتون، دولتي ادارو، خصوصي سکتور او کرنیزو بنسټونو سره اغېزمنه همغږي.
  • د زده‌کوونکي محوریت: د محصلانو علمي، عملي او مسلکي وړتیاوو ته ځانګړې پاملرنه.

ستراتیژیک اهداف (Strategic Goals)

د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې ستراتیژیک اهداف په لاندې ډول دي:

  • د علمي کادر د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړول او د لوړو زده کړو فرصتونو پراخول.
  • د تدریس کیفیت لوړول او د پایله‌محوره زده کړو (OBE) او محصل‌محوره تدریس (SCL) بشپړ پلي کول.
  • د علمي څېړنو، نوښت او خپرونو پیاوړتیا.
  • د عملي زده کړو، لابراتوارونو او تحقیقاتي فارم امکاناتو پراختیا.
  • د ملي او نړیوالو علمي او څېړنیزو بنسټونو سره د همکاریو پراخول.
  • د نصاب دوامداره ارزونه او د کرنیز سکتور د اړتیاوو سره سم یې تازه کول.
  • د محصلانو د علمي، مسلکي او عملي مهارتونو لوړول.
  • د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې معیارونو په بشپړه توګه پلي کول.
  • د ټولنې خدمت او د کرنیزو ستونزو د حل لپاره د علمي څېړنو پراختیا.
  • د نباتي تولید، غذایي خوندیتوب او دوامدارې کرنې په برخه کې د هېواد د پرمختګ لپاره اغېزمنه ونډه اخیستل.

د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې علمي کادر غړي (Academic Staff)

د علمي کادر پېژندنه

د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې علمي کادر د څانګې د علمي، څېړنیزو او تدریسي فعالیتونو اساسي بنسټ جوړوي. د څانګې استادان د اګرانومي او اړوندو کرنیزو علومو په بېلابېلو تخصصي برخو کې لوړې زده کړې او علمي تجربې لري او د تدریس، علمي څېړنو، ټولنې خدمت او مسلکي پرمختګ په برخو کې فعاله ونډه اخلي.

د علمي کادر غړي د لوړو زده کړو وزارت د نافذو مقرراتو، د کیفیت تضمین معیارونو او د لوګر پوهنتون د علمي پالیسۍ په رڼا کې د محصل‌محوره تدریس (Student-Centered Learning)، پایله‌محوره زده کړو (Outcome-Based Education)، علمي څېړنو، عملي روزنې او نصاب د دوامدارې ارزونې او پراختیا لپاره هڅه کوي.

استادان د محصلینو د علمي او عملي وړتیاوو د لوړولو لپاره د ټولګي تدریس ترڅنګ لابراتواري تمرینونه، ساحوي عملي کارونه، علمي سیمینارونه، څېړنیزې پروژې او علمي مشورې هم ترسره کوي، ترڅو محصلین د هېواد د کرنیز سکتور د اړتیاوو سره سم علمي او مسلکي مهارتونه ترلاسه کړي.

اوس مهال د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه شپږ تنه رسمي علمي کادر غړي لري، چې د اګرانومي او بوټپوهنې په برخو کې تخصص لري. د علمي کادر ډېری غړي د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او د علمي ظرفیت لوړولو په موخه د لا لوړو تحصیلي پروګرامونو او څېړنیزو فعالیتونو کې هم برخه اخلي.

د علمي کادر اساسي مسؤلیتونه

  • د اګرانومي څانګې علمي کادر لاندې مهم مسؤلیتونه پر غاړه لري:
  • د معیاري او باکیفیته تدریس وړاندې کول.
  • د لوړو زده کړو وزارت د نصاب مطابق د درسي موادو تدریس او ارزونه.
  • د علمي څېړنو ترسره کول او د څېړنیزو مقالو خپرول.
  • د محصلینو د علمي، عملي او مسلکي وړتیاوو لوړول.
  • د پوهنتون د تحقیقاتي فارم او لابراتوارونو له امکاناتو څخه په اغېزمنه توګه ګټه اخیستل.
  • د محصلینو د فراغت څېړنو لارښوونه.
  • د کیفیت تضمین، ځان ارزونې او اعتبار ورکونې پروګرامونو کې فعاله ونډه اخیستل.
  • د علمي سیمینارونو، ورکشاپونو او روزنیزو پروګرامونو تنظیم او ګډون.
  • د کرنیزو ستونزو د حل لپاره له دولتي او خصوصي ادارو سره علمي همکاري.
  • د ټولنې خدمت او د بزګرانو د پوهاوي په پروګرامونو کې ګډون.

د علمي کادر تخصصي ساحې

د اګرانومي څانګې علمي کادر په لاندې تخصصي برخو کې تدریس او علمي فعالیتونه ترسره کوي:

اګرانومي (Agronomy)

نباتي تولید (Crop Production)

بوتاني (Botany)

د خاورې حاصلخېزي او نبات تغذیه (Soil Fertility and Plant Nutrition)

د تخم تولید او ټکنالوژي (Seed Science and Technology)

کرنیز سیستمونه (Cropping Systems)

د اوبو مدیریت (Irrigation and Water Management)

پایداره کرنه (Sustainable Agriculture)

د اګرانومي څانګې د علمي کادر غړي

د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې علمي کادر له لاندې استادانو څخه تشکیل شوی دی:

شمېره

نوم

علمي رتبه

دنده

تحصیلي درجه

۱

پوهنیار فضل حنان ساپی

پوهنیار

د اګرانومي څانګې آمر

ماسټر

۲

پوهنمل سید حفیظ الله حیات

پوهنمل

استاد

ماسټر

۳

پوهنیار اسرارالله تسل

نوماند پوهنیار

استاد

لیسانس

۴

پوهنیار عبدالله ځلاند

پوهنیار

استاد

ماسټر

۵

پوهنیار سلیمان سلطاني

پوهنیار

استاد

ماسټر

۶

پوهنیار شفیق الله بختیار

پوهنیار

استاد

ماسټر

 

د تدریس عمده تخصصي ساحې(Academic Disciplines)

د اګرانومي څانګې تدریسي او علمي فعالیتونه لاندې تخصصي برخې رانغاړي:

  • نباتي تولید (Crop Production)
  • اګرانومي (Agronomy)
  • د نباتاتو اصلاح (Plant Breeding)
  • د تخم تولید او ټکنالوژي (Seed Science and Technology)
  • د خاورې حاصلخېزي او نبات تغذیه (Soil Fertility and Plant Nutrition)
  • کرنیز سیستمونه (Cropping Systems)
  • هرزه بوټي او د هغوی مدیریت (Weed Science)
  • د اوبو لګولو او اوبو مدیریت (Irrigation and Water Management)
  • اقلیم سره سازګاره کرنه (Climate-Smart Agriculture)
  • دوامداره کرنه (Sustainable Agriculture)

علمي څېړنې(Research)

د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه علمي څېړنې د خپلو اساسي دندو له جملې څخه ګڼي او هڅه کوي چې د هېواد د کرنیزو ستونزو د حل لپاره علمي او تطبیقي څېړنې ترسره کړي.

د څېړنو مهمې ساحې

  • د نباتي تولید لوړول
  • د اقلیم بدلون او کرنه
  • د خاورې حاصلخېزي
  • د نبات تغذیه
  • د اصلاح شوو تخمونو ارزونه
  • د اوبو مدیریت
  • د کرنیزو سیستمونو اصلاح
  • د دوامدارې کرنې ټکنالوژۍ
  • د تخم کیفیت
  • د نوي کرنیزو ټکنالوژیو ارزونه

لابراتوارونه او عملي زده کړې(Laboratories and Practical Training)

د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه د عملي زده کړو او مهارت‌محوره تدریس ځانګړې اهمیت ته ژمنه ده. د نظري زده کړو ترڅنګ، محصلین د عملي تمرینونو، ساحوي فعالیتونو او څېړنیزو تجربو له لارې خپلې علمي پوهې ته عملي بڼه ورکوي.

اوس مهال د څانګې استادان د موجوده تدریسي امکاناتو، عملي وسایلو او د پوهنتون د کرنیزو ساحو په استفادې سره د نباتي تولید، د تخم ارزونې، د نباتاتو د ودې، د کرنیزو عملیاتو او نورو اړوندو موضوعاتو عملي زده کړې ترسره کوي.

د عملي زده کړو مهم فعالیتونه عبارت دي له:

  • د پوهنتون په کرنیزو ساحو کې عملي تمرینونه
  • د نباتاتو د ودې او تولید د بېلابېلو پړاوونو عملي مشاهده
  • د تخمونو د کیفیت او کرنیزو عملیاتو عملي ارزونه
  • د ساحوي څېړنو او علمي تجربو ترسره کول
  • علمي سفرونه او د بزګرانو له کرنیزو تجربو څخه عملي زده کړه

د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا په موخه، د اګرانومي څانګې د مجهز تخصصي لابراتوار او معیاري څېړنیز فارم د جوړولو طرحه او د اړینو تجهیزاتو وړاندیز چمتو شوی دی، او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به د پوهنتون د امکاناتو او پراختیایي پروګرامونو په چوکاټ کې دغه اسانتیاوې رامنځته شي.

د محصلانو علمي فعالیتونه(Student Activities)

د اګرانومي څانګه د محصلانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره بېلابېل علمي فعالیتونه تنظیموي، چې مهم یې عبارت دي له:

  • علمي سیمینارونه
  • روزنیز ورکشاپونه
  • د تحقیقاتي فارم عملي تمرینونه
  • کرنیزې نندارتونونه
  • علمي سیالۍ
  • د فراغت مونوګرافونه
  • ساحوي څېړنې
  • علمي سفرونه
  • د بزګرانو سره عملي پروګرامونه

د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د راتلونکې پرمختګ پلانونه (Future Development Plans)

د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه د علمي کیفیت د لوړولو، څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا او د عملي زده کړو د پیاوړتیا لپاره روښانه پرمختیايي لید لري. د همدې موخې لپاره د څانګې راتلونکي پلانونه په لاندې ډول دي:

۱-  د مجهز اګرانومي لابراتوار جوړول

د نباتي تولید، د تخم ساینس، د نبات تغذیې او نورو تخصصي برخو د عملي زده کړو او څېړنو لپاره د معیاري او مجهز لابراتوار جوړول د څانګې له لومړیتوبونو څخه دی. د دې موخې لپاره د اړینو وسایلو او تجهیزاتو وړاندیز چمتو شوی او د امکاناتو له برابرېدو سره به عملي شي.

۲-  د معیاري څېړنیز فارم رامنځته کول

د عملي زده کړو، علمي څېړنو او نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د ارزونې لپاره د معیاري تحقیقاتي فارم جوړول، څو استادان او محصلین خپلې علمي څېړنې په مناسب چاپېریال کې ترسره کړي.

۳ - د علمي څېړنو پراختیا

د ملي اړتیاوو پر بنسټ د تطبیقي او نوښتګرو څېړنو زیاتول، د څېړنیزو پروژو پلي کول او د علمي مقالو خپرولو ته لا ډېره پاملرنه.

۴ - د علمي کادر ظرفیت لوړول

د علمي کادر د ظرفیت لوړولو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو ته د استادانو معرفي کول، په علمي کنفرانسونو، سیمینارونو او روزنیزو پروګرامونو کې ګډون، او د دوامدار مسلکي پرمختګ فرصتونه برابرول.

۵ - د عملي زده کړو پیاوړتیا

د محصلینو لپاره د ساحوي تمرینونو، علمي سفرونو، کرنیزو نندارتونونو او عملي روزنیزو پروګرامونو پراخول، ترڅو د کار بازار اړتیاوو سره سم مهارتونه ترلاسه کړي.

۶ - د ملي او نړیوالو همکاریو پراختیا

له کورنیو او نړیوالو پوهنتونونو، څېړنیزو مرکزونو، کرنیزو ادارو او پراختیايي مؤسسو سره د علمي او څېړنیزو همکاریو پراخول.

۷-  د معلوماتي ټکنالوژۍ کارول

د تدریس، څېړنې او اداري چارو په بهیر کې د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډیجیټلي زده کړو پراخول، څو د محصلینو د زده کړې کیفیت لا لوړ شي.

۸-  د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونه

د کیفیت تضمین د معیارونو بشپړ پلي کول، د نصاب دوامداره ارزونه او د اعتبار ورکونې لپاره د اړینو علمي او اداري شرایطو لا پیاوړتیا.

د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې لاسته راوړنې(Achievements)

د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګه د خپل فعالیت له پیل راهیسې د تدریس، علمي څېړنو، علمي ظرفیت لوړولو او ټولنې خدمت په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. د څانګې مهمې لاسته راوړنې عبارت دي له:

  • د لوړو زده کړو وزارت د معیاري نصاب پر بنسټ د لیسانس تحصیلي پروګرام بریالی تطبیق.
  • د کیفیت تضمین او ځان‌ارزونې پروګرامونو کې فعاله ونډه او د علمي معیارونو پلي کول.
  • د علمي کادر د ظرفیت لوړولو لپاره د استادانو د لوړو زده کړو پروګرامونو ته معرفي کول.
  • د محصلانو لپاره د عملي او ساحوي زده کړو د فرصتونو پراختیا.
  • د علمي سیمینارونو، ورکشاپونو او روزنیزو پروګرامونو تنظیم او ترسره کول.
  • د فراغت مونوګرافونو او علمي څېړنو د کیفیت لوړولو ته ځانګړې پاملرنه.
  • د څانګې د یو شمېر استادانو د علمي او څېړنیزو مقالو خپرېدل په معتبرو ملي او نړیوالو علمي ژورنالونو کې، چې د څانګې د څېړنیز فعالیت او علمي اعتبار څرګندونه کوي.
  • د هېواد د کرنیز سکتور لپاره د مسلکي او ژمنو بشري کادرونو روزنه.
  • د کرنیزو ستونزو د حل لپاره د تطبیقي علمي څېړنو هڅونه.

د فراغت وروسته کاري فرصتونه(Career Opportunities)

د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې فارغان د کرنې او طبیعي سرچینو په بېلابېلو برخو کې د کار او خدمت وړتیا لري. د فراغت وروسته یې مهم کاري فرصتونه په لاندې ډول دي:

  • د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت
  • د ولایتونو د کرنې ریاستونه
  • د لوړو زده کړو او مسلکي زده کړو بنسټونه
  • کرنیزې څېړنیزې مؤسسې
  • د تخم تولید او تصدیق شرکتونه
  • د سرې او کرنیزو توکو شرکتونه
  • ملي او نړیوالې غیر دولتي مؤسسې (NGOs)
  • د کرنیزو پراختیایي پروژو پلي کوونکې ادارې
  • شخصي کرنیز فارمونه او کرنیزې سوداګرۍ
  • د نباتي تولید، کرنیزې مشورې او کرنیز متشبثیت اړوند شخصي فعالیتونه
  • د ماسټرۍ او دوکتورا لوړو زده کړو دوام په کور دننه او بهر

داگرانومی څانګه بروشور

داګرانومی څانګه کتلاک

.د تشکیل د معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ.

Message of the Chancellor of Logar University

After achieving complete freedom from the oppressive occupation, our Islamic system and society need to progress in every aspect of life. For the advancement of a society, its individuals need to be equipped with both religious and modern education.
To achieve this goal, Logar University considers it its mission and responsibility to educate students who are not only committed and professional but also devoted to their faith and country. In the future, these graduates will play a constructive role in the development of their country and in achieving lofty objectives, fostering creativity and innovation.

President of Logar University

 

Mufti Seyyed Zia-ul-Ahmad Sarem
sarem photo