۱۱.۶. دیپارتمنت ثقافت اسلامی

اسلامي ثقافت څانګه د یو غیر فارغ ورکونکی څانګې په توګه په کال ۱۳۹۸ ه ش کې د لوړو زده کړو وزارت د عالی شوری په پنخمه جلسه کې  ایجاد شوه، چې د همدې مصوبې د فیصلی په اساس په کال ۱۳۹۹ هـ ش کې د لوګرپوهنتون  د ښونې او روزنې پوهنځی په چوکاټ کې خپل فعالیت پیل کړ  او په کال ۱۴۰۲ هجری لمریز کال کې د ( اسلامي علومو او فرهنګ) څانګې په نامه په فارغ ورکونکي دیپارتمنت تبدیل شو،چې دمګړی د یادې څانګې استادان د اسلامي علومو او فرهنګ څانګې مسلکي او تخصصي او د  پوهنتون په ټولو عصري پوهنځیو کې د اسلامي ثقافت د پوهنتون شمولو مضامینو په تدریس بوخت دي.

لرلید

د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه به د هیواد په کچه یوه منلی شوی څانګه وي، چې فارغ کادرونو به یې د هیواد په پوهنیز، عدلي قضايي، او دعوت او ارشاد برخوکې مثبت تغیر راوستونکې وي.

رسالت

 د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه د خپل نصاب پر بنسټ د هیواد د پوهنیز سیستم لپاره مسلکي او متعهد معلمین روزي او د هیواد ځوان نسل په اسلامي فرهنګ د سمبالښت ترڅنګ، د اسلام د اصیل فهم پاللو او ترویجولو لپاره هلې ځلې کوي.

 

۱۲.۵. د اسلامي علومو او فرهنګ  څانګې د آمر بیوګرافي

پوهنیار احمد غیور یوسفزی

پوهنیار احمد غیور یوسفزی د احمد شاه زوی د الحاج عبدالقیوم لمسۍ دی. چې په ۱۳۶۹ کال کې د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ په یوې متدینې کورنۍ کې زیږدلی، لومړنۍ زدکړې یې په پاکستان کې ترسره کړې، په ۱۳۸۶ کال کې د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي د اسلامي تعلیماتو څانګې ته بریالی او په ۱۳۹۱ کال له نوموړې څانګې څخه په کادري نمرو فارغ شو، له فراغت وروسته د آزاد رقابت له لارې د ۱۹/۱/۱۳۹۲ نیټه د پکتیکا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې ته د علمي کادر  په توګه بريالی شو.

احمد غیور یوسفزی په ۱۳۹۵کال کې دننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د تفسیر او حدیث ماسټرۍ  برنامې ته د آزاد رقابت له لارې کامیاب شو چې په ۱۳۹۷ کال کې یې له یاد بنسټ څخه د ماسټرۍ  سند ترلاسه کړ، نوموړی د لوړو زدکړو وزارت د (۴۹۴۷) ګڼه او ۹/۹/۱۳۹۹ نیټې حکم او د تقرر او ترفیعاتو محترم ریاست (۷۴۸)ګڼه او ۱۰/۹/۱۳۹۹ نیټې مکتوب په اساس د لوګر پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي اسلامي ثقافت څانګې ته تبدیلي وکړه او اوس مهال د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي علومو او فرهنګ څانګې د آمر په صفت دنده ترسره کوي.

 

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم