د کرنې پوهنځي محصلانو سیلو دولتي شرکت ته علمي سير ترسره کړ؛

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۳۴
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۲۷مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۲۷مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي اګرانومي څانګې د څلورم ټولګي محصلانو د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه د کابل ولايت سيلو دولتي شرکت ته علمي سير ترسره کړ.
په ياد علمي سير کې محصلان د استاد پوهنیار شفیق الله بختیار او پوهنیار عبدالله ځلاند په ملتیا سیلو دولتي شرکت ته ولاړل او هلته یې د غنمو د ذخیره کولو او پروسس عملي بهير له نږدې وليده.
ورته مهال د سیلو دولتي شرکت مسؤلینو محصلانو ته د غنمو د قبلولو، پاکولو، وچولو، ذخیره کولو او ساتنې پوره بهیر په تفصیل سره تشریح کړ او د دې تر څنګ محصلانو د سیلو دولتي شرکت د پرمختللو وسايلو عملي کارونه هم له نږدې وليدله.
د دې تر څنګ د سیلو اړوند لابراتوار کې محصلانو ته د غنمو او نورو غله جاتو د رطوبت د اندازه کولو، د پروټین د فیصدي معلومولو، د خالصوالي د درجې ټاکلو او نورو مهمو ازموینو لپاره د بېلابېلو ماشینریانو د کارونې عملي زده کړه ورکړل شوه، چې  محصلانو د هرې برخې پر عملي کار، موخو او اهمیت هر اړخيز معلومات ترلاسه کړل.
بايد وويل شي، چې لوګر پوهنتون محصلانو ته د علمي سيرونو ترتيب له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږي د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او هغږۍ عمومي او اړوندو پوهنځيو لخوا برابريږي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۰:۶
Background image

لوګر پوهنتون کې د دیني مدرسو د فاضلانو د عالیې او عالمیې مرحلو د لومړۍ ورځې ازموينه واخستل شوه؛

شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/مرغومې ۶مه او د ۱۴۴۷رجب المرجب ۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون کې د دیني مدرسو د فاضلانو د عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموينې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معين،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۰:۳
Background image

لوګر پوهنتون کې د دیني مدرسو د فاضلانو د عالیې او عالمیې مرحلو د شپږ ورځنیو کلنۍ ازموینو اخیستلو د چمتووالي په موخه د مديره هيئت او نګرانانو تر منځ مشورتي ناسته ترسره شوه

پنجشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/مرغومې ۴مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۴مه نېټه.
د دغې ناستې مشري د لوګر پوهنتون رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم کوله، چې نور ګډونوال يې د لوګر د علماوو شورا، ولايت مقام،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۹:۵۹
Background image

لوګر پوهنتون کې د څېړنو پایلو شریکولو کنفرانس او د غوره څېړونکي ستاینغونډه ترسره شول

چهارشنبه: د ۱۴۰۴کال جدي/مرغومي ۳مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د څېړنو پایلو شریکولو کنفرانس او د پوهنتون په کچه ۱۴۰۳ کال د غوره څېړونکي ستاینغونډه د دغه پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS