دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جوزا/ غبرګولي ۲۶مه او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۱۹مه نېټه. لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د لوګر پوهنې رياست تر منځ د ګډو همکاريو هوکړه ليک د علمي او څېړنيزو پرمختګونو او مسلکي تجربو شريکولو په موخه لاسليک شو. په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۳
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جوزا/ غبرګولي ۲۷مه او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۲۰مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې خپل غوره استادان او اداري کارکوونکي د دوی غوره علمي څېړنو او کاري وړتيا ته په کتو سره وستايل.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د لوګر مرستيال والي الحاج مولوي محمد انور دين پرور، د دې موسسې رييس مفتي سيدضياءالاحمد صارم، د علمي او محصلانو چارو مرستيال پوهندوی مولوي ميرويس ستانکزي، مالي او اداري مرستيال مولوي فضل الربي مصطفی، د څلور ګونو پوهنځيو رييسان، د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس دکتور رفيع الله صميم، د دغې موسسې استادان، اداري کارکوونکي او يو شمېر زده کړيالان وو.
غونډه کې د لوګر مرستيال والي د لوړو زده کړو، استادانو، مسلکي او تخصصي زده کړو پر ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او د دې تر څنګ یې د‌دغې موسسې د رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو کاري وړتياوې او خدمتونه د ستاینې وړ وبلل.
ورپسې د دغې موسسې رییس په خپلو خبرو کې غوره علمي څېړنې ترسره کول او نورو ته يې رسول جاریه صدقه یاده کړه او زياته يې کړه، چې د ښه استعداد او علميت خاوندان بايد خپل اساسي مسؤليت په سمه توګه ترسره کړي؛ ترڅو دنیوي او اخروي بريا او ګټه ترلاسه کړي. نوموړي همدا راز وويل، چې د دغې موسسې ټول استادان او اداري کارکوونکي د ښه استعداد او پوره اخلاص خاوندان دي او تل يې د دغې موسسې د پرمختګ لپاره ښه خدمتونه ترسره کړي. په غونډه کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس هم په خپله وینا کې د هيواد پرمختګ د پوهانو او علم خاوندانو پورې تړلی ياد کړ او د دغې موسسې د استادانو سربېره يې د ټولنې هر استاد د ستاینې، درنښت او هڅونې وړ وباله.
ورته مهال د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستيال هم د دغې موسسې د استادانو او اداري کارکوونکو د ښو استعدادونو او کاري وړتياوو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې له نېکه مرغه لوګر د لوړو زده کړو موسسې يو شمېر استادان د هيواد په کچه د غوره علمي څېړونکو په ډله کې راغلي، چې له همدې امله د دغې موسسې رهبري تل د خپلو کادري او اداري کارکوونکو وړتياوې او علميت ستايي.
ياده غونډه يو شمېر غوره استادانو او اداري کارکوونکو ته د ترتیب شويو ستاينپاڼو تر ورکړې وروسته د شرعياتو پوهنځي رييس شـ؛؛؛يخ مولوي محمد ابراهيم حقاني لخوا د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS