۱۱.۵. فزیک څانګه

د ریاضي فزیک څانګه لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له ایجاد سره سم د لوړو زده کړو وزارت د (۵۷۵) ګڼې د وړاندیز  او د ۱۳۹۳/۱۲/۱۳ ل کال سره سم او د تیر دولت ریاست د عالي مقام د (۱۲۰۰) ګڼې حکم د ۱۳۹۲/۲/۲۰ نېټې سره ایجاد او د څلور تنو علمي کادر غړو په درلودو یې په فعالیت پیل وکړ.

لوګر پوهنتون د (۱۶۵) ګڼې وړاندیز او د ۱۳۹۴/۳/۲۵ نېټې سره سم د لوړو زده کړو وزارت د انسجام او اکاډمیکو چارو له ریاست څخه د یادو څانګو د بېل والي غوښتنه وکړه، چې خوشبختانه بیا د (۱۱۴) ګڼې حکم پر بنسټ د ۱۳۹۴/۴/۹ نېټې سره سم د تقنین او پراختیایي آمریت له لوري د علمي بورډ د ۱۳۹۴/۴/۸ نېټې د پریکړې پر بنسټ د فزیک څانګه د نورو څانګو په څېر مستقله ډول په فعالیت پیل وکړ . یاده څانګه اوس مهال شپږ تنه علمي کادر غړي لري.

لرلید

د فزیک څانګه هڅه کوي چې د هیواد په کچه مسلکي  او متخصص ښوونکو د روزنې مرکز په توګه اکاډمیک اعتبار ترلاسه او ځانګړی مقام خپل کړي.

رسالت

د معیاري زده کړو، د معاصرې تکنالوژی، د تدریس نوو میتودونو، لازمومهارتونو او ملي تګلارو  پر بنسټ د فزیک متخصص کادرونو او مسلکي ښوونکو روزنه.

 

۱۲.۳. د فزیک څانګې د آمر بیوګرافي

پوهنیار شبیرالله حیات

پوهنیار شبیرالله حیات د الف خان زوی ، په ۱۳۶۸ ه. لمریز کال  وردګو ولایت  چک ولسوالۍ  مسجد درې بایان کلي  په یوه متدینه او  مجاهده کورنی کې زېږېدلی.  لومړنۍ  او متوسطه زده کړې یې د مهاجرت پر مهال ګاوندي هیواد پاکستان کې او ثانوي زده کړې یې په ۱۳۸۷ ه.لمريز کال کې د رحمان بابا په لېسه کې  په عالی درجه بشپړې کړې.

استاد په ۱۳۸۹ ه. لمریز کال کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون طبعی علومو پوهنځي فزیک څانګې ته بریالی او په ۱۳۹۲ لمریز کال کې یې په بریالیتوب سره د لیسانس دوره بشپړه کړه.

استاد  حيات  په ۰۹/۰۴/۱۳۹۳ ه. لمریز کال کې د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب د پراختيا  او درسی کتابونو تالیف لوی رياست فزيک څانګه کې د علمي غړي په توګه مقرر او په ياده څانګه کې له څه باندې يو کال خدمت کولو وروسته د لوړو زده کړو وزارت له خوا د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون کې لوګر پوهنتون ته د علمي کارد غړو استخدام په موخه ترسره شوې  ازادې سيالۍ  له لارې د پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی فزیک څانګې کې  دلوړو زده کړو وزارت محترم مقام د ۱۳۹۴ لمریز کال  وږي  ۲۱ نیټې ۵۵۱۵ ګڼې حکم پربنسټ د استاد( نوماند پوهیالي) په صفت مقرر شو.

استاد حيات ۱۳۹۷ لمریزکال وږې په ۳۱ قزاقستان هیواد الفارابی فوق لیسانس  برنامې ته بریالی او په  ۱۴۰۰ ه. لمریز کال کې  د یاد پوهنتون  فزیک پوهنځي نظري او هسته یي فزیک څانګې څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.

په دې وروستیو کې استاد د لوړو زده کړو وزارت د ۳۱۲ ګنې او  ۵/۱/۱۴۴۴ نیټې حکم پر اساس د فزیک څانګې آمر په توګه ټاکل شوی دی.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo