د "عینک" علمي-څېړنیزې مجلې د ۱۴۰۴ هـ ش کال څلورمه ګڼه چاپ او خپره شوه؛
شنبه: د ۱۴۰۴ کال ميزان/ تلې ۲۶مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثاني ۲۵مه نېټه.
د لوګر پوهنتون له لوري د خپرېدونکې علمي-څېړنیزې مجلې "عینک" د ۱۴۰۴ لمریز کال څلورمه ګڼه چاپ او خپره شوه. په دې ګڼه کې د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو څخه د استادانو او څېړونکو (۱۲) علمي مقالې خپرې شوې، چې له طبیعي او ټولنیزو علومو سره تړاو لري.
یاده مجله د څېړونکو، محصلینو او پالیسۍ جوړونکو لپاره یوه ارزښتناکه علمي مرجع ده، چې کولای شي د پالیسۍ او پلان جوړونې په برخو کې ترې لازمي استفاده وکړي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
