لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې دیني-اصلاحي مجلس ترسره شو!

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غویي ۱۷مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دغې موسسې رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او زده کړیالانو ته د دعوت او ارشاد کمېټې په هڅو د هیواد د نوم¬وتي دیني عالم شیـ؛؛؛خ مولوي محب الله آخنذاده لخوا دیني-اصلاحي مجلس ترسره شو.
یاد اصلاحي مجلس د قاري ثناءالله لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو تر تلاوت وروسته د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم پر ښه راغلاست وینا پیل شو. ښاغلي صارم دا ډول اصلاحي او دیني مجلسونه او غونډې د ځوان نسل د ښې اسلامي روزنې او فکرجوړونې په برخه خورا اړینې او ارزښتمنې یادې کړې او په دې برخه کې یې د دیني عالمانو له اخلاص او همکارۍ مننه وکړه. ورپسې د مجلس ویناوال او دیني عالم شیـ؛؛؛خ مولوي محب الله آخنـ؛؛؛ذاده په خپله وینا کې د دیني او عصري زده کړو پر ارزښت د خبرو تر څنګ د ځوان نسل پر سالمې فکري او عقیدوي روزنې ټینګار وکړ. دیني عالم ښاغلي آخنـ؛؛؛ذاده په خپلو خبرو کې د مجلس پر ګډونوالو غږ وکړ، چې د صورت او سیرت پر جوړولو سربېره باید ځانونه پر نبوي اخلاقو پوره سمبال کړو. نوموړي همدارنګه د انسان د بریا اوپرمختګ راز په عاجزي، اخلاص، مسؤلیت پېژندنې او تقوا کې وښود.
یاد اصلاحي دیني مجلس د هر اړخیزې دیني، فکري، عقیدوي او ټولنیزې وینا په ترسره کولو سره د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېد.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.