لوګر د لوړو زده کړو موسسې رييس ددغې موسسې د ليليې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړېدو له چارو ليدنه وکړه!

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غويي ۱۷مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رييس مولوي ضیاءالاحمد صارم د دغې موسسې د ليليې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړېدو له چارو د کار د څرنګوالي په موخه ليدنه وکړه.
ښاغلي صارم د اړوندې پروژې پر کارکوونکو د ښو، مسلکي او معياري چارو/ کارونو په ترسره کولو ټینګار وکړ. د دې تر څنګ د دغې موسسې رييس د موسسې په انګړ کې د سږکال تازه کښېنول شويو نيالګيو څخه هم لیدنه وکړه او پر اړوندو خدماتي کارکوونکو يې د نيالګيو د ښې پالنې او اوبو رسونې ټينګار وکړ.
بايد وويل شي، چې سږکال د دغې موسسې په انګړ کې د شاوخوا ۲۳ ميليونه افغانيو په ارزښت د رغنيزې پروژې د چارو د پیلېدو تر څنګ د چاپېريال ساتنې په موخه ۳۰۰۰ نيالګي کښېنول شوي دي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.