لوګر د لوړو زده کړو موسسې د نصاب کمېټې میاشتنۍ ناسته ترسره شوه!
سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبله/وږي ۲۰مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د نصاب کمېټې میاشتنۍ نوبتي ناسته چارو د ښه سمون په موخه د دغې کمېټې د مسؤل پوهندوی دکتور وحیدالله عبدالرحیم زي په مشري ترسره شوه.
د یادې ناستې ملتیا لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم او د کمېټې نورو غړو کوله. په ناسته کې د نصاب اړوند اړینې خبرې او پرېکړې وشوې او د دې تر څنګ یاده ناسته تر ډېره د استادانو د کورس پالیسیو پر ترتیب او څرنګوالي راڅرخېده.