لوګر د لوړو زده کړو موسسې د تضمین کیفیت آمریت لخوا مشورتي ناسته ترسره شوه!

شنبه: د ۱۴۰۳ کال اسد/زمري ۱۳مه او د ۱۴۴۶ محرم الحرام ۲۸مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د تضمین کیفیت آمریت لخوا مشورتي ناسته د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په مشرۍ ترسره شوه.
په یاده مشورتي ناسته کې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت سربېره د څلور ګونو پوهنځیو رییسانو او د تضمین کیفیت آمر پوهنیار عبدالعزیز عابد ګډون درلود. په ناسته کې د تضمین کیفیت اړوند موضوعاتو د چارو په ښه ډول ترسره کولو او همدا راز د دوهم پړاو ژر اخستلو او درېیم پړاو ته پر نوماندۍ کلکې سپارښتنې او ټینګار وشو.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.