د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛
دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز لخوا لاسلیک شو.
د لوګر پوهنتون رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم وایي، چې له دغه هوکړه لیک څخه یې موخه د دواړو تحصیلي مرکزونو ښه همغږي، علمي همکارۍ او په تحصیلي برخو کې د نوښتونو او تجربو شریکول دي.
د ښاغلي صارم په خبره د لوګر او کابل پوهنتونونو ترمنځ تر دې وړاندې هم پوره همغږي او ګډه همکاري موجوده وه، خو پدې هوکړه لیک سره به دا هر څه نور هم پیاوړي او غني شي.
باید وویل شي، چې لوګر پوهنتون دا مهال له ګڼ شمېر نورو تحصیلي مرکزونو او ادارو سره د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه لري، چې له مخې یې په اړونده برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
دنشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت.
