لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛
چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت آمریت او سټراتیژیک پلان عمومي کمېټې لخوا وړاندې شو.
د دغه معلوماتي سمینار ګډونوال د پوهنتون رهبري، استادان او اداري کارکوونکي وو. په سمینار کې ترتیب او راغونډ شوي معلومات تضمین کیفیت پر معیارونو او همدا راز د لوګر پوهنتون په نوي سټراتیژیک پلان راڅرخېدل.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت
