استادانو ته د ( مصنوعي ځیرکتیا، ډولونه او په زده کړه او علمي څېړنو کې یې کارونه) تر سرلیک لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو؛
چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۰مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۰مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته د ( مصنوعي ځیرکتیا، ډولونه او په زده کړه او علمي څېړنو کې یې کارونه) تر سرلیک لاندې روزنیز سمینار د دغه پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې وړاندې شو.
یاد روزنیز سمینار د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنیار رفیع الله سعید لخوا وړاندې شو، چې ګڼ شمېر استادان یې برخوال وو. په سمینار کې د مصنوعي ځیرکتیا پر پېژندنې سربېره د ډولونو او کارونې په اړوند یې هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
