د شرعیاتو پوهنځي محصلانو د لوګر استيناف محکمې ته د عملي زده کړو په موخه علمي سير ترسره کړ؛
چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ لېندۍ ۲۶مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۲۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون او همدا راز اسلامي تعلیماتو څانګو ۲۰ تنه محصلانو د عملي زده کړو او څېړنو په موخه د لوګر ولايت استيناف محکمې ته علمي سير ترسره کړ.
دغه علمي سير د يو رسمي هوکړه ليک پر اساس چې د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي محمد ابراهیم حقـ؛؛؛اني او استاد نوماند پوهنيار شاه ولي ندیم یې لارښوونه کول ترسره شو.
يادو محصلانو ته په علمي سير کې لوګر استیناف محکمې محترم رئیس قاضي محمد ګلاب فاروقي د قضاء تعریف، اهمیت، موخې، ارکان، د قانوني عریضې لس شرطونه، او د دعوې عام او خاص شرایط په تفصیل سره روښانه کړلاو د دې تر څنګ یې د دعوې اړوند حقوقي مفاهیم مدعي، مدعي علیه، د دعوې ډولونه، د هر رکن ځانګړي شرطونه او حقوقي آثار هم روښانه کړل.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیری
