د کرنې پوهنځي محصلانو ته د وړتیا لوړونې په موخه دوه میاشتنی روزنیز کورس پیل شو!

شنبه: د ۱۴۰۴کال سنبله/وږي ۲۲مه او د ۱۴۴۷ربیع الاول ۲۰مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د رهبري په هڅو او نوښت د علمي پرمختګ او زده کړې د کیفیت د لوړوالي په موخه، د همدې پوهنځي د محصلانو لپاره دوه میاشتنی روزنیز کورس پیل شو.
یاد روزنیز کورس، چې د کرنې پوهنځي د رهبري، استادانو په هڅو د پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت سره په همغږۍ ترتیب شوی موخه یې د محصلانو په څېړنیزو، علمي، او عصري کمپیوټري مهارتونو په برخو کې سالمه روزنه ترلاسه کول دي.
په دغه دوه میاشتني روزنیز کورس کې به یاد محصلان د کمپیوټر د بېلابېلو اړینو پروګرامونو، د څېړنې اساسي اصولو، د څېړنیزو ارقامو تحلیل، مونوګراف لیکنې او همدا راز د علمي مقالو د لیکنو په برخو کې ګټور معلومات او درسونه ترلاسه کړي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.