دوهمه خبرتیا!

logu_admin
۱۱

د لوګر ولایت د دیني علماءکرامو د پام وړ!
د لوګر ولایت ټول هغه دیني علماء کرام، چې په ۱۴۴۵ هـ ق کال کې یې د عالیې درجې شپږ ورځنۍ مشترکه ازموینه ورکړې وه، خبر ورکول کیږي، چې د یادې ازموینې د پایلو سندونه لوګر پوهنتون ته را رسېدلي دي. په همدې اساس ټول ذکر شوي علماءکرام کولای شي د لاندې اړینو ټکو په پام کې نیولو سره د لوګر پوهنتون د مالي او اداري معاونیت له اجرائیه مدیریت څخه د روانو ۶ ورځو (نن شنبه تر راتلونکې پنجشنبې) پورې خپل سندونه ترلاسه کړي.
- د شخص اصلي تذکره باید موجوده وي؛
- د تذکرې یوه پاڼه کاپي؛
- دوه قطعې واړه رنګه عکسونه؛
- د سند د ترلاسه کولو په بدل کې (۱۰۰۰) پوره زر افغانۍ تحویل کړي؛
- خپله شخص باید حاضر/ موجود وي.
د سندونه د وېش موده: له ۱۴۰۴ /۶ / ۱۱ څخه تر ۱۴۰۴ / ۶ / ۲۰مې نېټې پورې.
یادونه: په پام کې ده، چې د عالمیې دورې د ارزونې د پایلو سندونه به هم په نېږدې دوه اونیو کې لوګر پوهنتون ته انتقال او اړوندو علماء کرامو ته له رسمي خبرتیا سره سم ووېشل شي.
پته: لوګر-مرکز-پل علم ښار- شېروازه ساحه- لوګر پوهنتون.
د لا نور معلوماتو لپاره د اړیکو شمېرې:
۰۷۷۶۱۲۷۵۱۴ / ۰۷۷۷۹۵۵۱۸۱ / ۰۷۸۹۵۴۷۲۵۵ / ۰۷۷۱۸۹۴۰۷۳
په درنښت!
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

Message of the Chancellor of Logar University

After achieving complete freedom from the oppressive occupation, our Islamic system and society need to progress in every aspect of life. For the advancement of a society, its individuals need to be equipped with both religious and modern education.
To achieve this goal, Logar University considers it its mission and responsibility to educate students who are not only committed and professional but also devoted to their faith and country. In the future, these graduates will play a constructive role in the development of their country and in achieving lofty objectives, fostering creativity and innovation.

President of Logar University

 

Mufti Seyyed Zia-ul-Ahmad Sarem
sarem photo