لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د شرعياتو او جيولوجي او کانونو پوهنځيو د خزاني سمستر د درسونو بهیر له نږدې وڅاره!

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال اسد/ زمري ۲۲مه او د ۱۴۴۷صفرالمظفر ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم شرعياتو او جيولوجي او کانونو پوهنځيو د ۱۴۰۴ کال خزاني سمستر د درسونو بهیر له نږدې وڅاره.
د دغې موسسې د څلورګونو پوهنځیو د ۱۴۰۴ کال د خزاني سمستر درسونه له تېرو دوه اونیو راپدېخوا پیل شوي او تر څنګ یې د نویو زده کړیالانو نوملیکنه هم په منظم ډول روانه ده. د دغې موسسې رییس نن د شرعياتو او جيولوجي او کانونو پوهنځيو له درسي بهیرڅخه د لیدنې او څارنې پر مهال ټولو زده کړیالانو ته پر ښه درس ویلو او غیرحاضري نه کولو ټینګار وکړ او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې له خپلو ټولو شته امکاناتوپه استفادې به د دغې موسسې تدریسي بهیر لاهم پیاوړی ساتي او زده کړیالانو ته به د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو او څېړنو امکانات هم برابروي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.