لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي!

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۹مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي لوی جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې او نږدې ۷۰ سلنه یې ترسره شوې دي.
دغه لوی جومات، چې په یو وخت به د شاوخوا (۲۰۰۰) لمونځ کوونکو لپاره بسنه کوي د هیواد د یو تن ملي سوداګر لخوا د نوموړي په شخصي مالي لګښت جوړيږي. یاد جومات چې په څنګ کې به د اودسونو لپاره ځانګړي ځایونه، د سړو او تودو اوبو منظم سیستم، د جومات اړخونو ته منظمه شنه ساحه/ تفریحي پارک او ورسره په خواکې د زده کړیالانو لپاره ځانګړی او معیاري کتابتون هم ولري، د قراردادي شرکت د مسؤلینو په خبره، چې د روان ۱۴۰۴ کال تر نیمایي به یې چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
ورته مهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مفتي سید ضياءالاحمد صارم د یاد جومات د جوړېدو له چارو د لیدنې پر مهال له اړوندو کارکوونکو د مننې او هڅونې تر څنګ له دوی څخه په کارونو کې د پوره اخلاص هیله وښوده.
د نشراتو، اړیکو اوعامه پوهاوي عمومي مدیریت.