لوګر د لوړو زده کړو موسسې د امربالمعروف قانون د تنفيذ کمېټې له کرنې پوهنځي څخه څارنه او ارزونه وکړه!

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال حمل/ وري ۲۶مه او د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۱۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د امربالمعروف قانون د تنفيذ کمېټې غړو د دغې موسسې له کرنې پوهنځي څخه څارنې او ارزونې په لړ کې د یاد پوهنځي له رهبري، استادانو او زده کړيالانو سره اصلاحي ناسته ترسره کړه.
يادې کمېټې لخوا، چې د دغې موسسې د دعوت او ارشاد آمر مولوي خليل احمد نثار يې مشري کوله د کرنې پوهنځي رهبري، استادانو او زده کړيالانو ته يو لازمې سپارښتنې او اصلاحي خبرې وشوې.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.