لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لوګر ولایت د دیني مدرسو فاضلانو د (عالیه او عالمیه) مرحلو کلنۍ ازموینې پیل شوې!

شنبه: د ۱۴۰۳ کال جدي/مرغومې ۲۲مه او د ۱۴۴۶رجب المرجب ۱۰مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لوګر ولایت د دیني مدرسو (۱۳۹) تنو فاضلانو د (عالیه او عالمیه) مرحلو کلنۍ ازموینې د دغې موسسې د رهبري او اړوندو مسؤلینو له څارنې سره سمې پیل شوې.
دغه ازموینې چې شاوخوا شپږ ورځې به دوام کړي د دغې موسسې دننه په مناسب، تود او له امن څخه برخمن ځای کې اخستل کېږي. دغو ازموینو ته هره ورځ څلور ساعته وخت ټاکل شوي. ورته مهال د ازموینو ګډونوال هم له شته اړوندو امکاناتو او د ازموینو له بهیر خوښمن دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.