لوګر د لوړو زده کړو موسسه د پوهنځیو تر منځ د کرکټ لوبو سیالۍ پیل شوې!

شنبه: د ۱۴۰۳کال سنبله/وږي ۲۴مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۱۱مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د څلورګونو پوهنځیو تر منځ د کرکټ لوبو خپل¬منځي او دوستانه سیالۍ پیل شوې.
د لوبو له ډګره دغه سیالۍ نن د دغې موسسې د کرنې او ښوونې او روزنې پوهنځیو تر منځ پیل شوې. د سیالۍ د پیل پر مهال د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت د یادو پوهنځیو لوبډلو ته د لوبو اخلاقو په پام کې نیولو او همدا راز په ځانګړي وخت کې د یادو لوبو د ترسره کولو په اړوند کلکې سپارښتنې وکړي. ښاغلي شفقت همدا راز په خپلو خبرو کې یادو لوبډلو ته ورزش د بشپړې روغتیا ضامن یاد کړ او د دې تر څنګ یې په دغه موسسه د لوبو د معیاري منظور شویو میدانونو د جوړېدو ډاډ هم ورکړ.
یادې خپلمنځي دوستانه لوبې به تر ټاکلې مودې د دغې موسسې د روغتیا او ورزش کمېټې تر څار او ارزونې سره سم ترسره کیږي.