لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د څلورګونو پوهنځیو د ازموینو له صحنو څخه لیدنه او څارنه وکړه!

چهارشنبه: د ۱۴۰۳ کال اسد/زمري ۱۷مه او ۱۴۴۶ صفر ۳مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د دغې موسسې د څلورګونو پوهنځیو پسرلني سمستر د پای ازموینو له صحنو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
ښاغلي صارم د دغې موسسې ټولو زده کړیالانو ته د ازموینو د بشپړې روڼتیا ډاډ ورکړل او له دوی یې وغوښتل چې په خپل ټاکلي وخت ازموینو ته حاضرشي. نوموړي همدا راز پر زده کړیالانو ټینګار وکړ، چې د ازموینو لپاره دې د پوره چتوالي په موخه له خپل وخت څخه سالمه ګټه واخلي، تر څو د ازموینو پایلې یې ښې وي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.