لوګر د لوړو زده کړو موسسې د مسلکي پراختیا مشورتي بورد ناسته ترسره شوه!
دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال اسد/زمري ۱۵ او د ۱۴۴۶ صفر ا لومړۍ نېټه!
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د مسلکي پراختیا مشورتي بورد نوبتي ناسته د چارو د ښه سمون په موخه د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت په مشرۍ ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د دغې موسسې د مسلکي پراختیا آمر پوهنیار محمدشریف سلطاني سربېره د بورد ټولو غړو ګډون درلود او په کې پر بېلابېلو اړینو او ارزښتمنو موضوع¬ګانو بحث او پرېکړې وشوې.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.