۱۱.۵. فزیک څانګه
د ریاضي – فزیک څانګه لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له ایجاد سره سم د لوړو زده کړو وزارت د (۵۷۵) ګڼې د وړاندیز او د ۱۳۹۳/۱۲/۱۳ ل کال سره سم او د تیر دولت ریاست د عالي مقام د (۱۲۰۰) ګڼې حکم د ۱۳۹۲/۲/۲۰ نېټې سره ایجاد او د څلور تنو علمي کادر غړو په درلودو یې په فعالیت پیل وکړ.
لوګر پوهنتون د (۱۶۵) ګڼې وړاندیز او د ۱۳۹۴/۳/۲۵ نېټې سره سم د لوړو زده کړو وزارت د انسجام او اکاډمیکو چارو له ریاست څخه د یادو څانګو د بېل والي غوښتنه وکړه، چې خوشبختانه بیا د (۱۱۴) ګڼې حکم پر بنسټ د ۱۳۹۴/۴/۹ نېټې سره سم د تقنین او پراختیایي آمریت له لوري د علمي بورډ د ۱۳۹۴/۴/۸ نېټې د پریکړې پر بنسټ د فزیک څانګه د نورو څانګو په څېر مستقله ډول په فعالیت پیل وکړ . یاده څانګه اوس مهال شپږ تنه علمي کادر غړي لري.
لرلید
د فزیک څانګه هڅه کوي چې د هیواد په کچه مسلکي او متخصص ښوونکو د روزنې مرکز په توګه اکاډمیک اعتبار ترلاسه او ځانګړی مقام خپل کړي.
رسالت
د معیاري زده کړو، د معاصرې تکنالوژی، د تدریس نوو میتودونو، لازمومهارتونو او ملي تګلارو پر بنسټ د فزیک متخصص کادرونو او مسلکي ښوونکو روزنه.
۱۲.۳. د فزیک څانګې د آمر بیوګرافي
پوهنیار شبیرالله حیات
پوهنیار شبیرالله حیات د الف خان زوی ، په ۱۳۶۸ ه. لمریز کال وردګو ولایت چک ولسوالۍ مسجد درې بایان کلي په یوه متدینه او مجاهده کورنی کې زېږېدلی. لومړنۍ او متوسطه زده کړې یې د مهاجرت پر مهال ګاوندي هیواد پاکستان کې او ثانوي زده کړې یې په ۱۳۸۷ ه.لمريز کال کې د رحمان بابا په لېسه کې په عالی درجه بشپړې کړې.
استاد په ۱۳۸۹ ه. لمریز کال کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون طبعی علومو پوهنځي فزیک څانګې ته بریالی او په ۱۳۹۲ لمریز کال کې یې په بریالیتوب سره د لیسانس دوره بشپړه کړه.
استاد حيات په ۰۹/۰۴/۱۳۹۳ ه. لمریز کال کې د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب د پراختيا او درسی کتابونو تالیف لوی رياست فزيک څانګه کې د علمي غړي په توګه مقرر او په ياده څانګه کې له څه باندې يو کال خدمت کولو وروسته د لوړو زده کړو وزارت له خوا د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون کې لوګر پوهنتون ته د علمي کارد غړو استخدام په موخه ترسره شوې ازادې سيالۍ له لارې د پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی فزیک څانګې کې دلوړو زده کړو وزارت محترم مقام د ۱۳۹۴ لمریز کال وږي ۲۱ نیټې ۵۵۱۵ ګڼې حکم پربنسټ د استاد( نوماند پوهیالي) په صفت مقرر شو.
استاد حيات ۱۳۹۷ لمریزکال وږې په ۳۱ قزاقستان هیواد الفارابی فوق لیسانس برنامې ته بریالی او په ۱۴۰۰ ه. لمریز کال کې د یاد پوهنتون فزیک پوهنځي نظري او هسته یي فزیک څانګې څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.
په دې وروستیو کې استاد د لوړو زده کړو وزارت د ۳۱۲ ګنې او ۵/۱/۱۴۴۴ نیټې حکم پر اساس د فزیک څانګې آمر په توګه ټاکل شوی دی.