لوګر پوهنتون ته د عمومي کانکور دویم ظرفیت له لارې د بریالي شویو محصلانو د نوملیکنې خبرتیا!
ټول هغه قدرمن ځوانان او محصلان، چې د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور دویم ظرفیت له لارې یې د لوګر پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ته د لوړو زده کړو په موخه لار موندلې خبر ورکول کېږي، چې د یادو محصلانو لېستونه لوګر پوهنتون را رسېدلي او نوملیکنه یې پیل شوې ده.
قدرمن محصلان کولای شي، د اصلي پېژندپاڼې او ۴ قطعې واړه عکسونو سره لوګر پوهنتون د محصلانو چارو لوی مدیریت ته مراجعه وکړي.
د لا نورو معلوماتو لپاره: ۰۷۶۵۸۸۷۰۸۴
په درنښت!
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت.
