لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت دوهم پړاو ترلاسه کولو په موخه د پوهنتون داخلي ارزونه ترسره شوه؛
چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۲۱مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۲۱مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت دوهم پړاو ترلاسه کولو په موخه د پوهنتون داخلي ارزونه د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د کیفیت لوړوني او اعتبار ورکونې آمریت له لوري ترسره شوه.
دغه ارزونه چې شاوخوا ۳ اونۍ یې دوام وکړ د دغه پوهنتون ټولې علمي او اداري برخې په کې شاملې وې. ورته مهال د لوګر پوهنتون د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې آمر پوهنیار عبدالعزیز عابد وایي، چې دغه عمومي ارزونه یې د ځانکړو او بېلابېلو اړوندو چک¬لېستونو پر اساس ترسره کړې او پایلې به یې تر ترتیب او توحید وروسته له لوړو زده کړو وزارت سره شریکې شي. نوموړی همدا راز وایی، چې ترسره شوې ارزونې ته په کتو د دغه پوهنتون په علمي او اداري برخو کې د پام وړ ښه والی او پرمختګ شوی دی.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت
