لوګر پوهنتون ګڼ شمېر محصلانو ته د ویناوالۍ فن ۵ ورځنی روزنیز سمینار وړاندې شو؛
شنبه: د ۱۴۰۴کال قوس/ لیندۍ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۱لومړۍ نېټه.
لوګر پوهنتون د علمي او محصلاتو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت له په هڅو د دغه پوهنتون ګڼ شمېر محصلانو ته د ویناوالۍ فن ۵ ورځنی روزنیز سمینار وړاندې شو.
دغه روزنیز ۵ ورځنی سمینار د لوګر پوهنتون د عمومي کتابتون د کتابونو د توزیع مدیر محمد رسول کامران لخوا وړاندې شو، چې موخه یې د محصلینو لپاره د مؤثرې وینا، په ځان باور، عام محضر کې د خبرو کولو او د مهارتونو لوړول وو.
