لوګر پوهنتون د بریښنایي زده کړو مرکزي کمېټې لخوا د څلورګونو پوهنځيو د څلورمو ټولګیو محصلانو ته د (سي وي) لیکنې اړوند روزنیز سمینار وړاندې شو!
پنجشنبه: د ۱۴۰۴ کال میزان/ تلې۱۷مه او د ۱۴۴۷ ربیع الثانی ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون د بریښنایي زده کړو مرکزي کمېټې لخوا د څلورګونو پوهنځيو د څلورمو ټولګیو محصلانو ته د (سي وي) لیکنې اړوند روزنیز سمینار د پوهنتون په عمومي تالار کې وړاندې شو.
دغه روزنیز سمینار د یادې کمېټې په استازیتوب د ښوونې او روزنې يوهنځي استاد نوماند پوهنیار حامد شینواري لخوا ترتیب شوی و، چې د هراړخیزو معلوماتو په لرلو سره وړاندې شو.
ورته مهال له یاد سمینار څخه برخمن محصلان هم خوښ وو. دوی دا ډول معلوماتي او روزنیز سمینارونه تر تحصیلي دورې وروسته د دندو پر پیدا کولو کې د لارو چارو په موخه خورا ګټور بولي او د دې ته ورته نورو سمینارونو د وړاندې کولو غوښتونکي دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
