لوګر پوهنتون او د لوګر ولايت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمريت يو شمېر استادانو ته د( پروپوزل ليکنې) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار وړاندې شو!

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۳۵
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال سنبله/ وږي ۲۵ مه او د ۱۴۴۷ ربیع الاول ۲۳ مه نېټه.
لوګر پوهنتون د علمي څېړنو او علمي مجلې آمريت او د کرنې پوهنځي د څېړنو کمېټې په هڅو د دغه پوهنتون او د لوګر ولايت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمريت يو شمېر استادانو ته د( پروپوزل ليکنې) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار وړاندې شو.
د سمينار پيل د قرآنکريم د څو مبارکو آيتونو تر تلاوت وروسته د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي ميرويس ستانکزي په خبرو وشو. ښاغلي ستانکزي دا هر څه پر علمي څېړنو پورې نغښتی ياد کړل او همدا راز د ټولنې په کچه يې د علمي څېړنو ترسره کول او د علمي برنامو د تولید امتياز د پوهنتون او نورو لوړو زده استادانو پورې تړلی وباله. نوموړي همدا راز زياته کړه، چې تل يې هڅه ده؛ تر څو د د‌غه پوهنتون او همدا راز د لوګر ولايت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمريت استادانو لپاره د شوي هوکړه ليک له مخې دې ته ورته روزنيز علمي سمينارونو ترتيب او وړاندې کړي.
ورپسې د پروپوزل ليکنې په اړوند سمينار، چې د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي کرنيز اقتصاد او پراختيا څانګې آمر پوهنيار احمد نور ستانکزي لخوا ترتیب شوی و، په منظم ډول وړاندې شو.
د يادولو ده، چې د سمينار په پای کې د کرنې پوهنځي د رهبري لخوا د دغه پوهنځي غوره اداري کارکوونکي او یو شمېر مخکښ محصلان هم وستايل شول.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۰:۶
Background image

لوګر پوهنتون کې د دیني مدرسو د فاضلانو د عالیې او عالمیې مرحلو د لومړۍ ورځې ازموينه واخستل شوه؛

شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/مرغومې ۶مه او د ۱۴۴۷رجب المرجب ۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون کې د دیني مدرسو د فاضلانو د عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموينې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معين،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۰:۳
Background image

لوګر پوهنتون کې د دیني مدرسو د فاضلانو د عالیې او عالمیې مرحلو د شپږ ورځنیو کلنۍ ازموینو اخیستلو د چمتووالي په موخه د مديره هيئت او نګرانانو تر منځ مشورتي ناسته ترسره شوه

پنجشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/مرغومې ۴مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۴مه نېټه.
د دغې ناستې مشري د لوګر پوهنتون رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم کوله، چې نور ګډونوال يې د لوګر د علماوو شورا، ولايت مقام،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۹:۵۹
Background image

لوګر پوهنتون کې د څېړنو پایلو شریکولو کنفرانس او د غوره څېړونکي ستاینغونډه ترسره شول

چهارشنبه: د ۱۴۰۴کال جدي/مرغومي ۳مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د څېړنو پایلو شریکولو کنفرانس او د پوهنتون په کچه ۱۴۰۳ کال د غوره څېړونکي ستاینغونډه د دغه پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS