لوګر پوهنتون اداري شورا ناسته ترسره شوه؛
دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۲۶مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۲۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون اداري شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې په پيل کې د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو تر تلاوت وروسته د پوهنتون د رهبري لخوا اړوندو اداري کارکوونکو ته د کارونو او چارو د ښه سمون، همغږۍ، او وخت په پام کې نيولو په اړوند لازمې او کلکې سپارښتنې وشوې.
دغه اداري ناسته پر يو لړ اړينو او ارزښتمنو موضوعاتو تر بحث او پرېکړو وروسته پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي.
