لوګر د لوړو زده کړو موسسې د تضمین کیفیت عمومي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۱۱
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال جوزا/ غبرګولي ۴مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۲۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د تضمین کیفیت عمومي کمېټې میاشتنۍ نوبتي ناسته د دغې کمېټې د مسؤل پوهنیار عبدالعزیز عابد په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د ټولو اړوندو غړو په ګډون سره د یو لړ اړینو موضوعاتو سربېره د څلورګونو پوهنځیو د کلنیو ارزونو د راپورونو پر توحید خبرې او پرېکړه وشوه. په ناسته کې همدا راز یادونه وشوه، چې د دغې موسسې اړوند په یو شمېر پالیسو کې د بیاکتنې او نوي کېدو لپاره لازمې چارې ترسره شي؛ تر څو د دغه تحصیلي مرکز د نور چارو او پرمختګونو تر څنګ په تدریسي بهیر کې لاښه والی او نوښتونه رامنځته شي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۷
Background image

لوګر پوهنتون کې د علمي آثارو د تدقيق ځانګړې کمېټه جوړه او په فعاليت يې پيل وکړ

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
لوګر پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت مقام د لارښوونې پر اساس د علمي آثارو د تدقیق ځانګړې کمېټه د دغه پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۴
Background image

د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې ۲۳ تنه محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه تشريح او وړاندې کړل؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د اووم سمستر ۲۳ تنه محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه د پوهنتون د رهبري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۳
Background image

د ازموينو عمومي کمېټې د پوهنځيو له فرعي کمېټو او ازموينو له بهير څخه ليدنه او څارنه وکړه

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
 لوګر پوهنتون د ازموينو عمومي کمېټې د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي ميرويس ستانکزي په. . .

BACK TO NEWS