د جيولوجي او کانونو پوهنځي د تفحص او اکتشاف څانګې محصلانو د کانونو او پترولیم وزارت ته علمي سير ترسره کړ؛
يکشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/لړم ۴مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۴مه نېټه.
لوګر پوهنتون د جيولوجي او کانونو پوهنځي د تفحص او اکتشاف څانګې د څلورم ټولګي (۲۹) تنه محصلانو د کانونو او پترولیم وزارت ته د پرکتيک دورې په موخه علمي سير ترسره کړ.
دغه محصلان چې په جيولوجي او کانونو پوهنځي کې یې خپلې مسلکي زده کړې تر څلورم ټولګي او نهم سمستر رسولي د پرکتيک دورې په موخه يې د کانونو او پترولیم وزارت د کانونو انستیتیوت رياست په مسلکي همکاريو په ياد وزارت کې درې ورځنی رسمي علمي سير ترسره کړ.
يادو محصلانو په خپل علمي سير کې د کانونو او پترولیم وزارت د اړوندو ادارو او مسؤلينو لخوا د جیولوجیکي سروې، طرحو، پلان جوړونې په برخو او همدا راز د يو شمېر جیولوجیکي وسايلو د پېژندلو او عملي کار کولو سربېره د يو شمېر قېمتي ډبرو د پېژندلو او معلوماتو تر لاسه کولو په برخو کې لازمې او د پام وړ عملي زده کړې او تجربې ترسره کړې.
هېره دې نه وي، چې لوګر پوهنتون د جيولوجي او کانونو پوهنځي محصلان د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږي مدیریت په هڅو په مسلکي برخو کې له ډېری علمي سيرونو څخه برخمن دي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مديريت.
