لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛
چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره وشو او ورپسې ددغه پوهنتون رئيس په خپلو خبرو کې په اداري او رسمي چارو کې د نېکو مشورو ورکولو، ښې همغږۍ او د اړونده چارو په ترسراوي کې د ښه جرئت او دقت کولو په اړه ټينګار وکړ.
تر دې وروسته يادې ناستې د يو لړ اړينو موضوعاتو پر بحث او پرېکړو سره پای وموند.
د نشراتو او عامه اړيکو عمومي مدیریت
